بلېک هاک او بلېک واټر سپينه سوله له منځه وړي

سرليکنه
امريکا په دویم ځل اعلان کړه چې افغان حکومت ته یې پر ولسي وګړو د بمبار په موخه نورې څلور بلېک هاک پوځي څرخکې ورکړې. د دفاع وزارت په وينا، نورې بلېک هاک څرخکې به افغان هوايي پوځ ته غښتلتيا ورکړي.
په روان کال کې دا د امريکا لخوا دویمه جوپه ده چې افغانستان ته بلېک هاک څرخۍ الوتکې ورکوي. د تیرې تلې په مياشت کې، امريکا افغان هوايي قواوو ته څلور بلېک هاک څرخۍ الوتکې ورکړې وې چې د ټولو شمېر اتو ته رسېږي څو له طالب وسله والو سره د جګړې پر مهال له همدې بلېک هاک څرخۍ الوتکو کار واخیستل شي.
په افغانستان کې د روسي يرغل پر مهال لومړی د مجاهدينو پر خلاف روسي وسله کارول کېده. د روسانو او د هغوی د غلامانو (کمونستانو) سره د جګړو په وخت کې چې کمونستانو او روسانو څومره افغانان شهيدان کړي او يا معيوب دي، په ټولو کې روسۍ وسله استعمال شوې ده. اوس د افغان ولس په وژنو کې امريکايي وسلې او امريکايي جنګي الوتکې استعمالېږي. دې دواړو بهرنيو پوځونو، د بهرنيو وسلو په وسيله، په افغانستان کې پر افغانانو خپله خاوره سور تنور ګرځولې ده.

امريکا په افغانستان کې د جګړې او بدبختيو په دوام د جګړې بڼه بدله کړه. په ٢٠١٤ز کال کې یې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو جنګي ماموريت پای ته رسېدلی اعلان کړ، خو د ١٣٠٠٠ پوځونو تر څنګ یې افغانستان ته د بلېک واټر په نامه د يوې شخصي امريکايي کمپنۍ پوځونو راولېږل، چې دوی تر امريکايي پوځونو څو چنده د افغان بې دفاع ولس په وژنه لاس پورې کړ.
امريکا له یوې خوا د افغانانو او نړيوالو په سترګو کې د خاورو اچولو په موخه وايي چې په افغانستان کې د سولې تر سپين بيرغ لاندې سوله غواړي، خو د بلېک هاک او بلېک واټر په وسيله یې په افغانستان کې د سپینې سولې مخه نيولې ده؛ چې دا دی، اوس یې د افغان ولس د وژلو لپاره نورې څلور بلېک هاک څرخۍ الوتکې هم افغان حکومت ته ورکړې.
روسانو په افغانستان کې د خپلو غلامانو (کمونستانو) کمونستي نظام په ګن شيپو له افغان مجاهدينو ونه ژغوره، اوس یې امريکا په بلېک هاک او بلېک واټر هم نه شي ژغورلاى.
افغانستان کې د امريکا لخوا د بلېک واټر شخصي کمپنۍ پوځ، چې په روانه پښتو خبرې کولاى شي، پوځي صاحب منصبان او پوځونه لري، له عادي افغانانو سره توپير نه لري، عملا د هېواد په نهو ولاياتو کې ځای پر ځاى شوي دي.

بلېک واټر تر ټولو زياته بدنامه کمپنۍ ده چې بېلابېلو هېوادونو ته د امريکا دفاع وزارت سره د قرارداد له مخې خپل کسان لېږي. همدا بدنامه بلېک واټر کمپنۍ د دېرشو نورو وړ کمپنيو په جوړولو سره په بېلابېلو نومونو د سي.آى.اې له غړیو سره په ملتيا کار کوي.
د بلېک واټر کمپنۍ چې په نړيواله کچه بد نامه شوه، پر ځان یې نوی نوم (زي ورلډ وايډ) کېښود. خو همغه د بدنامي بلک واټر کمپنۍ ټول وسله وال د تېر په څېر، د سي آى اې تر سيوري لاندې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
دا مهال بلېک واټر په افغانستان کې په سلو بېلابېلو شرکتونو کې خپل کسان په شخصي جامو کې په دندو ګومارلي دي او په ورکړل شویو قوماندو خپل فعاليتونه کوي. د معلوماتو له مخې، امريکا غواړي چې افغانستان ته تر ٢٠٢٤ کال پورې د بلېک هاک شمېر ١٨٠ او د بلېک واټر شمېر تر ٣٠٠٠ ورسوي.



