پنټاګون: دافغان پوځ په لیکو کې ‹‹بچه بازي›› د امریکا د ملي ګټو خلاف نه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)
د امریکا د سرپلټونکي ادارې جانسپکو پر هغه راپور یوځل بیا ناندرۍ راپورته شوې چې ویلي یې و؛ د افغان پوځ لیکو کې په ۶ کلونو کې ۵۷۵۳ جنایي پیښې ثبت کړې چې ډیری یې پر کم عمره هلکانو د جنسي ځورونو دي.
نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي؛ د یاد راپور د جوړولو په تړاو د اوباما ادارې له سیګار څخه غوښتي و، تر څو د افغان پوځ په لیکو کې د جنایي پیښو څیړنه وکړي.
خو په ۲۰۱۶ کال کې چې په راپو کې ګڼې بوږنونکې پیښې مخته راغلې راپور محرم پاتې شو او امریکا وویل چې د راپور جزیات به تر۲۰۴۲ کال پورې نه رسنیز کوي.
خو وروسته دا پلان بدل شو او راپور رسنیزه بڼه غوره کړه.
واشنګټن پوسټ د سیګار د تیرې ورځې له راپور څخه په نقل قول سره لیکي؛ د امریکا اداره مسؤلیت لري تر څو په افغانستان د پوځ په لیکو کې د جنایي کړنو په تیره بیا د (بچه بازي) پیښې وڅیړي.
خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون بیا د سیګار دا وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دي چې دا ډول پیښې هغه وخت څیړل کیږي چې د امریکا د ملي منافعو خلاف وي او دلته داسې کړنه نه ترسترګو کیږي.
پنټاګون ویلي چې د افغان پوځ په لیکو کې د دې ناوړه عمل مرتکبین مجرمین نه دي.
که څه هم په امریکا او لویدیځه نړۍ کې په جبر سره دا ناوړه کړنې اوږدمهالي او لنډمهالي قید لري خو امریکا یې په افغانستان کې هیڅ جرم نه بولي.
د امریکا د قانون تر مخه باید د بهرني هیواد د پوځ پر لیکو کې پر داډول تیري کونکو باید امريکا پوځي مرستې بندې شي.
د اسلا م د مبارک دین تر مخه لواطت او زنا جلا جلا حدود لري چې متاسفانه د لویدیځوال کلتور د راتګ له امله نه دي پلي شوي.
شنونکي وایي امریکا هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې دا ناوړه دود ته لمن ووهي او په همدې توګه د افغانانو پتمنه ټولنې ته د غربي دیموکراسي رنګ ورکړي.



