له داسې غله دولته ګیله نده پکار!
کله چې ګوډاګی کمانډویان دهوټلونو تالارته ور داخلیږی وار دیواره دخارجیانو په جیبونو بټوو دهوټل په بکسونو چې پیسې پکې جمه کیږی چور ګډوي اولوټی ېي

یاسر افغان !
څو ورځې وړاندې دکابل په زړه کې په حساسه نقطه انټر کانټیننټل هوټل باندې طالبانو یومنظم بېچلی برید تر سره کړ برید چې له هر اړخه ډیر منظم اوسنجیده وه له ځان سریې ګڼ تلفات لرل ،
برید ماښام پیل شوې وه دسهار تر شااوخوا لسو بجو ېي دوام وکړ چې لسګونو بهرنېو اشغالګرو پکې خپل سرونه وخوړل ، برید چې یو هدفی برید وه تر ډیر بهر نیان پکې هدف وه اوداهدف بریدکوونکو په کامله توګه ترسره کړې چې تر اوسه خپله بهرنیانو د۱۴ تنو وژل تائید کړې ،
دیاد هوټل له برید سره سم سیمي ته په اصطلاح ګوډاګی کمانډویان ځانونه رسوې اود طالبانو ( فدایانو ) سره په جګړه کې پریوزې ترڅو هلته په هوټل کې میشت بهرني میلمانه له مرګه وژغوری اوجګړه مهار کړې خو بهرني میلمانه لا له وخت دطالبانو برید کوونکو( فدایانو ) دتورۍ له تیغه تیر کړې وه ،
ګوډاګی کمانډو یانو داجګړه هغه کابو کړه کله چې اتو تنو پکې خپل سرونه وخوړل اود اوږدې جګړې اوحیرانوونکی مقاومت وروسته فداېي بریدګر دخپل هدف په لور رسیږی اود ابد لپاره دابد اونوې ژوند په سفر ځې ،
کله چې ګوډاګی کمانډویان دهوټلونو تالارته ور داخلیږی وار دیواره دخارجیانو په جیبونو بټوو دهوټل په بکسونو چې پیسې پکې جمه کیږی چور ګډوي اولوټی ېي ځکه هلته اکثره خاریجیان وژل شوې وه او اکثره افغانان چې فدایانو نوه وژلي او دافغان یم په کلمه ېي پریښی وه ګنګس شوې وه نو دهغو له جیبو نه پیسې دهغو دلاسو ګړۍ زیورات اوداسې نور قیمتي شیان ټول ګوډاګی کمانډویانو چور کړل ،
پدې کارسره ګڼو سیاستو والو نظامي کارپوهانو په دولت کې دخېلو کسانو بیلابیلې تبصرې وکړې اوداکار ېي دشرم نه ډک وباله اودولت ته ېي دغلو په نامه په نامه خطاب وکړ ،
داچې دملی وحدت حکومت له أمره تر ماموره ټول غله او په فساد کې ښکیل دی نو له داسې په دبل په رسیو تړلي اوغله دولته هیڅ دخیر طمعه اوګیله نده پکار خو ګوډاګی کمانډیان ېي اوس پکې له ټولو ښه شهرت تر لاسه کړې بغیر دکوم ترس اوډاره ښه په اطمینان سره دمظلومو افغانانو مالونه پیسې قیمتی شیان لوټي ،
له ګوډاګی کمانډیانو هیڅ ګیله نده پکار دوی اوس په هغو سیمو تر بل هروخت زیاتی وحشیانه چاپي غورځوی چې دطالبانو تر تسلط لاندې وی اوښائسته بازارونه ولري کله چې بازار باندې چاپی ووهی قیمتی شیان ټول چور کوی اویا ېي په بمونو تخریبوی دټرمپ دنوې ستراتيژي دپیل راهسۍ ګوډاګی کمانډویانو لسګونه بازارونه چور کړی چې مشت نمونه خر وار ېي ذکر کوو دهلمند دموسی دهلمند دنوزاد بازار هلمند دسفار بازار دمیدان وردګ دسیبکی بازار چې ۳۰۰ دکانونه وه دمیدان وردګو دتنګی ددرې کلینیک اود ….. داسې نور ګڼو ولایتو کې ېي چور اوتالان ګډ کړی چې لاهم دالړۍ روانه ده ….



