کرکټ: افغان نولس کلنو لوبډلې سيمې فاينل ته لاره ومونده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۵) د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نولس کلنو په نړیوال جام سياليو کې نيوزيلنډ هم مات کړ او سيمې فاينل ته يې لاره وموندله.

د نيوزيلنډ او افغان نولس کلنو تر منځ د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۹ منډې جوړې کړې او نيوزيلنډ ته يې د ۳۱۰ منډو هدف وټاکه.

خو نيوزيلنډ د ۲۹ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او يواځې ۱۰۷ منډې يې وکړې.

افغانستان د ۲۰۲ منډو په توپير نيوزيلنډ مات کړ او سيمې فاينل ته يې لاره پيدا کړه.

افغان لوبډله کې ښه توپ وهنه رحمن الله ګرباز چې ۶۹ منډې يې جوړې کړې، ورپسې ابراهيم ځدراڼ چې ۶۸ منډې يې وکړې، بهيرشاه ۶۷ منډې او عضمت الله عمرزي ۶۶ منډې وکړې.

د توپ اچونې برخه کې مجيب ځدراڼ ۸.۱ اورونو کې څوارلس منډې ورکړې او د نيوزيلنډ څلور لوبغاړي يې وسوڅول.

دغه راز قیص احمد په نهو اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او هغه هم څلور لوبغاړي وسوځول.

افغان کرکټ لوبډلې تر دې مخکې د نړيوال جام د دغې سيالیو په لړ کې سريلانکا او پاکستان ته ماتې ورکړې وه او له ايرلينډ يې ماتې وخوړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button