حکومت: د بیکارۍ رنځ وهلي کسان ورځ تر بلې ډیریږي

راپورتاژ ؛ فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۵)

په داسې حال کې چې افغانان د لسیزو راهیسې جګړو ځبلي او لا هم په جګړو کې ښکیل او راګیر دي، د بیکارۍ سطحه هم پورته تللې او لا پسې لوړیږي.
حکومت اعتراف کوي، نړیواله ټولنه هم په دې قانع ده چې دنړیوالې ټولنې د سلګونو میلیارد ډالرو راتګ افغانانو ته هیڅ ګټه ونه کړه ځینې یې د واکمنو افغانانو شخصي جیبونو ته ولاړه او ځینې نوره یې هم بهرنیانو بیرته په کوم هنر ورسره یووړه په داسې حال کې چې که په سالمه توګه ترې کار اخیستل شوی وای هیواد به مو په اقتصادي ډګر کې دسیالانو سیال شوی وای.
تیره ورځ داداري اصلاحاتو کمیسیون یوځل بیا د افغان ځوانانو بیکارۍ د ستونزو لوی لامل وباله او زیاته یې کړه چې که وضعیت داسې دوام وکړ ډیر لږ وخت کې به مو میلیونونه افغانان له بیکارۍ سره مخ اوبهرنیو هیوادونو ته به د سفر پیټی په اوګو وړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس نادر نادري وویل د ۱۷ زرو دولتي بستونو لپاره ۲۸۰ زرو په شرایط برابرو کسانو نوم لیکنه کړې وه چې له دې ډلې یې ۵۵ زره رخصت کړي او له ۲۲۵ زرو یې ازموینه اخیستې ده.
چې دا د دې څرګندویي کوي چې هیواد مو له کدرونو نه بلکې له بیکاریو کړیږي.
نادري وویل په اعلان شوي لیست کې ۹زره ۵ او ۶ بستونه دي او ۸ زره د مکاتبو د معلمي بستونه دي.
نوموړي همداراز وویل چې ډیری غوښتنلیکونه له کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو ورغلي خو د نورو ولایاتو شمیر ډیر کم دی.
نادري وویل؛ د شمیرو تر مخه په کلنۍ توګه ۵۰ زره نفره له پوهنتونونو فارغیږي خو ډیر لږ یې بریالي کیږي تر څو کار ورته پیدا شي.
نادري همداراز زیاته کړه چې په وزارتونو کې یې تر ۶ زرو ډیر نور بستونه هم موندلي چې د ازاد رقابت له لارې به سیالۍ ته وداندې شي.

ولې کار نشته؟!

دا اساسي پوښتننه ده او هر افغان د دې پوښتنې په محتوا پوهیږي.
دچارو د څارونکو په اند په حکومت کې د خیل کسان هڅه کوي خپل اقارب، دوستان که هیڅ کاري و ړتیا هم ونلري پر لوړو پوسټونو وګماري دوی خپل واک ته د میراثي څوکۍ په څیر ګوري او په اړوندو اداراتو کې هڅه کوي ترڅو یې په کامله توګه ترخپل نفوذ لاندې راولي.
چې ښه بیلګه یې د کورنیو چارو وزیر دی چې د انټرکانټیننټل هوټل باندې د برید په ورځ دخپل ورور په معرفي بوخت و او د ځان لپاره استخباراتي مرستیال وټاکه.
همداراز د اوبو او بریښنا وزیر چې د اشرف غني او معصوم ستانګزي تر فشارونو لاندې په دې بهانه راغلی و چې ولې یې د ستانکزي ورور ته بې ازموینه لوړ پوسټ نه ورکاوو.
د ولسي جرګې وکیلان وایي؛ د ۱۳۹۷ کال لپاره سلګونه میلیارد افغانۍ بودیجه یواځې د ارګ لپاره بیله شوې چې له مخې به یې په ارګ کې دننه د ۷۰۰۰ کارمندانو معاشات د ولسمشر سلګونو سلاکارانو تنخواوې او همداراز د ولسمشر د ۲۵۰۰ کسیز ګارډ تنخواوې لنډیږي .
د معلوماتو ترمخه د سلاکارانو معاش یې له ۲ تر ۳ دالرو رسیږي همداراز یې د نورو کارمندانو معاشات هم تر ۵۰۰۰۰ افغانیو کم نه دي.
په همدې توګه ولسمشر هم د اساسي قانون له مخې د ۴۸۰۰۰۰ تنخوا حقدار ده.
بل پلو د هغو اسنادو ترمخه چې فاشل شوي دي د ارګ له خوا په ټولنیزو رسنیو کې ګمارل شويو مبلغینو ته هم میاشتنۍ ۷۰۰ دالر تنخوا ورکول کیږي چې داټول د دې ښکارندویي کوي چې ولې بیکارۍ زیاته او د پیسو له کندو څخه څوک استفاده کوي.
د دې ټولو اخوا یواځې د ولسمشر د میرمنې اغلې رولاغني دفتر ته په کلنۍ توګه ۲۱ میلیونه دالر ورکول کیږي چې دا په حکومتي واکمنه کورنۍ کې چې تل د فساد سره د مبارزې ژمنې کوي د لوی فساد سترې بیلګه ده.

بل پلو رشوت او اداري فساد هم هغه لوی سرخوږی جوړ شوی چې هغه کسان چې هیڅ کاري وړتیا یې نه درلوده په لوړو پوسټونو ګمارل شوي او سلګونه زره ډالره لوړ معاش اخلي .
د خیالي پوسټونو ستونزه بله سوژه ده چې د چارواکو د جیبونو عاید لوړوي او په همدې توګه ډیره بودیجه د افغان وزګار ملت بیت المال چې د عربو ګرمیو او د ایران اروپا سختیو سوځولي د څو چورواکو جیبونو ته ورځي
د دې ټولو سره سره بیا هم ولسمشر له خصوصي متشبسینو غواړي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

څه موده وړاندې
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي چې د سوداګرۍ خونې او کار نړیوال سازمان غونډې ته یې وینا کوله وویل، دا مهال هېواد کې ۲ میلیونه کسان بې روزګاره دي او که حکومت بیړني ګامونه پورته نه کړي، ښاېي راتلونکو پنځو کلونو کې دغه شمېره ۵ ملیونه ته پورته شي.
تر دې ټولو ور اخوا د دې وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي رسنیو ته ویلي چې د یوه کال راهیسې ۳۰۰۰۰ تقاعد شویو چارواکو ته معاش هم نه دی ورکړی.
څارونکي وایي له لوړې کچې بیا تر ټیټې پوړۍ په اداري فساد کې ډوب حکومت نه شي کولی تر څو دخلکو ستونزو ته لارسی وکړي او د مخ پر ودې بیکارۍ مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button