
د مشر ملا صاحب کرامات
جواد څارګر
کرامات د اولیاؤو حق دي البته کرامت بعد الوفات دعلماء کرامو ترمنځ مختلف فیه دي، خو زه دکراماتو په اثبات او نفې خبره نه کوم؛ زه دلته پر هغه واقعیتونو غږېږم چې موږ یې وینو ـ ګورو او د مشر ملا صاحب رحمه الله له وفات وروسته کټ ـ مټ دهغه دوړاندوینو مطابق روان دي.
تاسو یې کرامات بولئ، یا دملا صاحب رحمه الله مدبرانه سیاست، او یا یې دملا صاحب رحمه الله په قوي تفکر، یا روان شناسۍ تعبیروئ، دخپل ذوق مطابق حق لرئ اما زما لپاره ملا صاحب یو لوی ولي الله و او بعدالوفات کراماتو ته یې معتقد یم.
امیرالمؤمنین رحمه الله چې کله دطالبانو خوځښت پیل کړ، له پیله په همدې نیت و چې طالبي خوځښت، سپین سپېڅلی خوځښت دی او څوک چې پکې شخصې ګټې لټوي، الله تعالی به یې له دې مبارک خوځښت څخه بېلوي او دشرم طوق به غاړې ته ور اچوي.
دطالبانو حرکت په خپل ۲۲ کلن ژوند کې له سختو پړاؤونو سره مخ شوی دی.
په ځانګړې ډؤل هغه پړاؤ یې تر ټولو سخت، او ځورؤنکی و چې په ګران هېواد صلیبيانو یرغل راوړ، او دطالبانو منظمه اداره یې له منځه یوړه.
عموماً لیدل شوي چې په داسې حالاتو کې کله چې یو نظام له منځه ځي، او یا دزور له لارې ړنګېږي، دنظام درأس خلک مخالفینو ته تسلیمېږي مګر دا هم د ملا صاحب ژوندي کرامات ول چې ټول مشران په یوه خوله، دمشر ملا صاحب تر شاه ودرېدل، او په ډېره لنډه موده کې بیا ځل دزبرځواک پر ضد سنګرونو ته وګرځېدل.
دملا صاحب کرامات پس له وفات هم ظاهريږي، او هغه خلک چې دتحریک له منځه، دشخصي ګټو لپاره ښوري پخپل خوخښت مسخره ګرځي.
ملا منان نیازی یو وخت دطالبانو تحریک برجسته ویاند و؛ کله چې ملا صاحب له نړۍ سترګې پټې کړې او منان نیازي د اغیارو په اشارو دملا صاحب د پیل کړي سپېڅلي تحریک ټوټه کولو ته ملا وتړله، رسوا او شرمنده شو، تر دې چې په خواله رسنیو کې یې په انځورونو پسې خنداوې کېږي، حتی ځینې خوشطبعیته فېسبوکیان یې د’مار ګیم’ دماهر په نوم یادوي.
په تېرو څو ورځو کې دطالبانو تحریک یو بل بګېل غړی دفېسبوکیانو خولو ته لوېدلای؛ دغه پخواني طالب چې غوښتل یې دتحریک له نوم په استفاده شخصي ګټې تر ګېډې لاندې کړي، دعوه وکړه چې دطالبانو غړیتوب لري او د سولې په غونډه کې دطالبانو رسمي نمائندګي کوي
دطلوع تلویزیون لنډه مرکه ورسره وکړه او په مرکه کې دبګېل طالب رښتینوالی ټول ولس ته جؤت شو.
په همهغه شېبه ټول فېسبوک د ‘مه یې شوروه’ له هشټاکه ډک شو، او دطالبانو تحریک درواغجن دعوېدار په ټولو خولو مسخره شو.
دا دملا صاحب بعدالوفات کرامات دي او دا لومړی ځل نه دی چې دتحریک سره د خیانت مرتکب مسخره کېږي، بلکې ډېر داسې مو ولیدل چې دتحریک سره یې د خیانت نیت درلود، الله ذلیل او شرمنده کړه او له پاک صف یې ووېستل.
په کلیواله او په نړیواله سطحه ټول هغه خلک چې دشخصي ګټو دحصول لپاره تحریک ته داخلیږی، ډېر ژر یې الله ج له دغه صفه باسي، خبیث له طیب جلا کړي او خلکو ته یې ور وپېژني چې دا خلک دیوه ولي الله پر لاس دجوړ شوي تحریک دغړېتوب اهل نه دي.



