د شین سترګو غلامان

ډاکټر آصف

له څو میاشتو راهیسې اشرف غني او عطا نور د بلخ د ولایت د چوکۍ پر سر خپل ښکرونه اړم کړي وو، خو تر ننه له دغې زور ازموینې جوته شوه چې یو لوری هم په دې ونه توانېد چې خپل مقابل لوری یا حریف څملوي.

ارګ هم خپل ټول زور و ازمایه او عطا محمد هم خپل ټول زور وواهه خو، ارګ په خپل ټول غرور ونه توانید معلم عطا له چوکۍ ورپرځوي، او معلم عطا هم ونه توانید چې خپل شرطونه پر ارګ ومني.

خو دغو زور ازموینو نه ارګ ته نه شخصا غنی ته او نه هم عطا محمد او نه یې لنډغرو انډیوالانو ته کوم زیان واړاوه، بلکې د بلخ عام خلک یې سخت زیانمن کړل، هم له رواني پلوه او هم له اقتصادي پلوه او هم له غیرمترقبه راتلونکي حالاتو له ویرې.

خو په خپلو عامو او غریبو خلکو نه د ارګ څه پروا شته او نه د عطا محمد خان، ځکه چې دوی په دې عقیده دي چې یا به مونږ وو او یا به یو هم نه وي.

خو دا شرمیددلی خلک نه له خدایه ویره لری او نه له خپل ولسه دوی یواځې له شین سترګو ډیره  ویره لري، همدا لامل و چې پرون د امریکا ولسمشر دا خبره درک کړه چې دا شرمیدلي د قدرت دومره وږي دي چې په خپل خوار ملت یې هیڅ ډدول پروا نه راځي.

او کیدای شي دا مشوره هم زلمي خلیلزاد ورکړي وي چې ګوندی دا خلک یواځي له شین سترګو ویره لري، نو ځکه شین سترګو پرون عطا محمد ته ګوتڅنډنه وکړه چې په سړیتوب سره د بلخ چوکۍ پریږدي.

اوس به ټول ملت په غړیدلو سترګو وګوري چې عطامحمد چوکۍ پریږي او کنه. ټول خلک په دې نظر دي چې حتما به اوس چوکۍ پریږدي، ځکه دا ډول کېسونه مخکي هم تجربه شوي دی. مثلا، استاد رباني د خدای لپاره کرزي ته چوکۍ نده پرېښې بلکې د شین سترګو له زوره یې پریښوده. همداراز اشرف غني او ډاکټر عبدالله هیڅکله خپلو کې نه جوړېدل خو چی شین سترګی جان کېري ورته راغلی نو زر ترزره سره جوړ شول.

اوس خلک په دی باور لری چی معلم عطا به ډیر زر د بلخ چوکۍ نوی والي ته پریږدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button