دامریکایي څیړنیز مرکزمشر: امریکایي پوځونه دې ژر افغانستان پریږدي کنه له شرموونکې ماتې سره به مخ شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۵ فرید افغان)
د امریکا د «لدویګ ون میزس» په نامه څیړنیز مرکز چې په سیاسي چارو کې حکومت ته مشورې ورکوي د انټرکانټیننټل هوټل برید ته په اشارې سره ویلي؛ چې که امریکا افغانستان پرې نښوده له شرموونکې ماتې سره به مخ شي.
د دې مرکز رئیس «لیوراکویل» د راشاټوډي ورځپاڼې ته ویلي چې؛ امریکا ولې په داسې دولت باندې چې د نړیوالو تر وتلو وروسته د خپل پوځ په پایښت ۶ میاشتې باور نه لري میلیاردونه ډالر ولګول او د همدې محتاج رژیم په خاطر یې د نورو افغانانو وینې توی کړې.
د دې څیړنیز مرکز مشر همداراز ویلي؛ ټرمپ خپله انتخاباتي وعده چې له افغانستان څخه دځواکونو ایستل و، پوره نه کړه او دې هیواد ته یې نور اضافي ځواکونه هم واستول چې جګړو او وژنو ورسره سخت زور اخیستی او ښایي د دې جګړو ډیری تابوتونه امریکا ته هم راشي .
د نوموړي په باور؛ دا ډیره دردونکې ده چې د افغانستان خلک هره ورځ وژل کیږي، امریکا دې وپوهیږي چې په افغانستان کې هیڅ بریالیتوب نلري لکه اسکندر مقدوني او روسیې چې نه درلوده.
راکویل ویلي؛ امریکا دې افغانان پریږدي چې خپل هیواد په خپل منځي جوړښتونو سره اداره کړي.
نوموړی زیاتوي؛ فکر کوم امریکا له جګړو سره مینه لري او په منځني ختیځ او افغانستان کې د دې په خاطر چې د خپلو وسلو پلور ته بازار موندنه وکړي جګړو ته لمن وهي.
راکویل ټینګار کوي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د سولې د راوستلو او دخلکو د وژلو او بحران د مخنیوي په بهانو د خپل حضور د تمدید هڅه کوي خو په واقعیت کې همدوی دي چې ملتونه تخریبوي او سولییزه فضا له منځه وړي.
دا څیړنیز مرکز امریکا ته مشوره ورکوي چې امریکا به پر دغه روانه پالیسي په هیچا هم د امریکا محبوبیت ونه مني، باید له عراق سوریې او افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، د خلکو له وژلو دې لاس واخلي او دخپل هیواد حیاتي مسایلو ته دې توجه زیاته کړي.
د راکویل په وینا که امریکا هرڅومره د افغانستان وضعیت ښه وبولي، خو د دې هیواد خلک هیڅکله نه خوښوي چې هیواد یې اشغال او مستعمره وي.
راکویل اعتراف کوي چې د کانټیننټال په هوټل کې د طالبانو دبرید پر مهال د سي آی اې غړي هم و، چې د طالبانو د برید اصلي هدف و.
نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې نن امریکا په رسمي توګه ومنله چې د کانټیننټل په هوټل باندې په برید کې ۴ امریکایان وژل شوي چې له ډلې یې «ګلن سلیګ» چې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ویاند او د کلیفورنیا په ایالت کې
د «سلیګ» خبري اژانس مشر و،هم وژل شوی دی.
طالبانو ویلي و چې په برید کې یې مهم امریکایي چارواکي او د بلک واټر شرکت مشران په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ټایمز ته د ۷ امریکایانو د وژلو پخلی کړی و.



