فرهمند: بهرنیان د ارګ په اشاره د دوستم د راتګ مخه نیسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۶ فرید افغان)
د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند رسنیو ته ویلي چې دوستم نه غواړي په بهر کې پاتې شي خو د ناڅرګندو دلایلو تر مخه یې د راتګ مخه نیول کیږي.
نوموړي امریکا غږ ته ویلي چې له ارګ څخه یې غوښتي تر څو د نوموړي د راتګ مخه ونه نیسي خو هغوی ورته دامریکایانو مخالفتونه ښوودلي، خو امریکایانو بیا د افغانستان په داخلي مسائلو کې لاس لرل رد کړي دي.
دوستم تقریبا یوکال وړاندې وروسته ترهغه انقرې ته تبعید شو چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشجي له خوا په جنسي تیري تورن وپیژندل شو.
دوستم دوه ځله هیواد ته د راتګ هڅه کړې چې په افغانستان کې میشتو بهرنیانو یې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې.
فرهمند ویلي چې که دوستم هیواد ته ستون شي د بلخ او ارګ ترینګلتیا به هم پای ومومي.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې ارګ یوپلاوی ترکیې ته د دې په خاطر استولی و چې دوستم وهڅوي ترڅو له عطانور سره کړی ایتلاف ختم او په بدل کې به یې نوموړي ته ټول حقوق بیرته اعاده شي، خو دوستم ورغلي پلاوي ته منفي ځواب ورکړی و او بې شرطه او قید څخه یې د واکونو غوښتنه کړې وه.



