اروزګان: یوه زورواکي د ملي اردو بشپړ کنډک په زور نیولی او قوماندان یې له دندې شړلی دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د ارزګان ولایت په مرکز کې د امنیتي ځواکونو بشپړ مرکز هغه مهال د یوه ځایي زورواکي قوماندان لاسته ولویده کله چې نوموړي د خپلو وسلوالو په مټ پر یاد کنډک حمله وکړه.
په مشرانو جرګه کې د دې ولایت استازی غړی محمد حنیف حنفي د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې؛ تیره ورځ په ترینکوټ کې د شاه محمد په نامه یو سیمیز زورواکی له خپلو وسله والو کسانو سره د امنیې قوماندانۍ درېیم کنډک ته په زور ننوتی او د امنیې قوماندانۍ درېیم کنډک قوماندان يې تر وهلو ډبولو وروسته، له دندې شړلی او د کنډک قومانده یې په خپله ولکه کې اخیستې ده.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته له پیښې څخه بې خبري ښودلې او ویلي یې دي چې په دې اړه به تر تحقیقاتو وروسته اقدام وکړي.
شاه محمد تر دې وړاندې د همدې کنډک قومانده پر غاړه درلوده او له څه وخت راهیسې له دندې ګوښه شوی و، چې تیره ورځ یوځل بیا بریالی شو چې د زرګونو امنیتي ځواکونو کنډک ته په زور ننوځي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت کې لرې شوي قوماندانان له نویو ټاکل شویو کومندانانو سره د واک پر سر نښتې کوي تر وړاندې د دې ولایت د چارچینو ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان اغالالي هم له دندې د لېرې کیدو وروسته د ولسوالۍ له نوي امنیه قوماندان سره څو ورځې وسله والې نښتې وکړې.
شنونکي وایي د زرګونو امنیتي ځواکونو کنډک چې د دې وړتیا نه لري چې له خپل قوماندان څخه د څو وسلوالو زورواکانو پرضد دفاع وکړي نو هغوی به د بشپړ ولایت ساتنه څنګه وشي کړای.



