کندهار: عینو مینه کې سرتیري برید ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۶ فرید افغان)

د کندهار ځایي چارواکي وایي چې نن ماښام د کندهار د عینو مینې په سیمه کې موټربم چاودنې ګڼو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .
‏د کندهار د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې؛ په عینومېنه کې د پولیسو د یوه کنډک پر قوماندان او دهغه پر ساتونکو موټربم برید شوی، چې په وینا یې په پیښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي چې ټپیان د کندهار ښار د ميرويس روغتون ته لیږدول شوي دي.
د پیښې پړه وسلوالو طالبانو منلې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې برید یې د امنیتي ځواکونو د تجمع په ځای کې کړی دی او زیاتوي چې چې په برید کې د ۳قومندانانوپه شمول ۱۸ پولیس مړه اوژوبل شوي دي.

طالبانو ویلي چې برید د ‹‹ اسامه›› په نوم سرتیري بریدګر چې دهلمندولایت دموسی قلعه ولسوالۍ اوسیدونکی و، د قوي موټربم په توسط تر سره کړی دی.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال سیمه د ګډو ځواکونو له خوا کلا بند ده او دښکیلو لورو له خوا ورکړل شوي معلومات ابتدایي دي او ښایي دا شمیرې لوړې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button