امریکاپه تیرکال کې پر افغانستان باندې ۴۰۰۰ لوی بمونه غورځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۷ فرید افغان)
که څه هم امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپلو بریدونو دقیقه شمیره نه ښیي، خو د پنټاګون چارواکو منلې، چې د ۲۰۱۶ په نسبت یې په ۲۰۱۷ کال کې دوه برابره زیات هوایي بریدونه کړي دي.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې په تیر ۲۰۱۷ کال کې یې ټولټال ۴ زره بمونه د افغانستان په مختلفو برخو کې پر وسلوالو مخالفینو اورولي دي.
پنټاګون ویلي چې د ۴ زرو هوایي حملو له ډلې یې په ورځنۍ توګه ۱۵ هوایي بریدونه د افغان ځواکونو سره په هماهنګي د افغانستان په جنوب کې ترسره کړي دي.
د امریکایي ځواکونو د عامه اړیکو مسؤل توماس ګریسبک رسنیو ته ویلي چې؛ د هوایي بریدونو زیاتوالی د ټرمپ د نوې پالیسي تر مخه دی او موږ محبور یو تر څو په افغانستان کې د وسلوالو پټنځایونه له منځه یوسو.
بل پلو دافغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي چې دوی ورځ تربلې د دې قوت پیدا کوي ترڅو پرخپلو مخالفینو هدفي هوایي بریدونه ترسره کړي.
خو څارونکي په دې آند دي چې، د امریکا او افغان دولت د هوایي بریدونو غوڅ اکثریت قربانیان ملکيان دي.
وروستۍ پیښه هم د غزني په قرباغي ولسوالۍ کې وه چې په یوه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
بل پلو د امریکا د هوایي بریدونو زیاتوالي نه یواځې دا چې مخالفین کمزوري نه کړل بلکه عادي افغانان یې هم وهڅول ترڅو د وسلوالو ډلو سره په څنګ کې ودریږي چې اوسمهال یې له امریکایي او افغان عسکرو څخه ګڼې سیمې نیولې او لا هم پرمختګ کوي



