په تیر یو کال کې ۱.۳ میلیونه سوریایان په کډه کولو مجبور شول

په سوریه کې د بشر د حقوقو سازمان ویلي دي چې نږدی ۱.۳ ملیونه خلک د خپلو کورنو په پریښوو مجبور شوي دي چې زیاتره یې د سوریې د رژیم د ظلم او جبروت له لاسه په تیر ۲۰۱۷ کال کې بې کوره کړای شوي دي، برسیره پر دی له لس زرو زیات نور وژل شوي.
دا اعلامیه تیره ورځ پنجشنبه د یاد سازمان لخوا د ۲۰۱۷ کال د کډوالۍ، نښتو، وژنو، بریدونو، بندیي کولو، او استعمال شویو وسلو په اړه په سوریه کې خپره شوی ده.
اعلامیه وایی چې نږدې ۴۵۰ زره ملکي خلک اړ شول څو د داعش او کردانو د ډلو ټپلو (لکه د کردی ولس نه د دفاع ډله چې د سوریې د دموکراتیک اتحاد ګوند نظامي شاخ دی، د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف، د بشار الاسد ځواکونو، او روسیې ځواکونو) د هغو بریدونو له کبله چې په الرقة ښار یې وکړل کډې بار کړي او خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
اعلامیه یادونه کوي چې نږدې ۴۵۰ زره ملکیان د دیرالزور ښار ختیځ ته چې د فرات بحر ته څیرمه په ختیځ لوري پروت دی د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله په کډوالۍ مجبور کړای شوي دي.
د ۲۰۱۷ کال په پای کي پر ادلب، حماة، باندې د روسیې ځواکونو ګڼو بریدونو ۳۰۰زره ملکي خلک په هجرت کولو مجبور کړي دي.
د دواړو جنګي لوریو په موافقې سره هم له یادو دوه ښارونو څخه په لسګونو زره خلک په کورونو پریښودلو اړیستل شوي دي.
وژنې:

یاد سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د سوریې رژیم ځواکونو د بریدونو له کبله په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۲۰۴ ملکي خلک وژل شوي دي.
برسیره پر دي ۴۰۱۸ کسان تیر کال ووژل شول، چې له جملې نه یی ۷۵۴ کوچنیان، ۵۹۱ ښځینه د اسد رژیم د بریدونو له کبله او هم د بندي شویو د تعذیب له امله وژل شوي او ۱۴۳۶ ملکي وګړي د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله وژل شوي دی چې له جملې نه ۴۳۹ کوچنیان او ۲۸۴ ښځینه دي.
اعلامیه زیاتوي چې ۳۱۶ نور ملکي وګړي چې له جملې ۵۸ کوچنیان او ۵۴ ښځې د داعش په لاس، او کردي ملیشو په لاس او ۱۴۲۱ نور چې له جملې نه یی ۲۸۱ کوچنیان ۱۴۸ ښځې د داعش په نښتو کې وژل شوي دی.
د اعلامیې په اساس ۱۷۵۹ ملکي خلک هغه مهال له مرګ سره مخ شول چې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف بریدونه وکړل، چې له جملې نه یې ۵۲۱ کوچنیان او ۳۳۲ ښځې
اعلامیه زیاتوي چې ۲۱۱ ملکیان چې له جملې نه یې ۴۷ کوچنیان او ۳۰ ښځې، چې د سوریې رژیم د مخالفو ډلو او د رژیم د ځواکونو تر مینځ د جنګونو له امله وژل شوي دي، اعلامیه وایی چې ۹۱۳ ملکی چې له جملې نه یی ۱۹۸ کوچنیان ۹۷ ښځی له نامعلومو لوریو وژل شوي دي.
بندیان:

اعلامیه وایی چې ۶۵۱۷ کسان چې له جملې نه یې ۴۷۹۶ د سوریی رژیم ۶۴۷ کردیانو ۵۳۹ داعشیانو او ۵۳۵ مخالفو وسله والو لخوا وژل شوي دي.
سازمان وایی چې دوی سره هغه جدول وجود لري چې ښئ ۱۱۷زره خلک بندیان دي، او کیدای شي دا شمیره ۲۱۵ زرو ته هم لوړه شي، چې له جملې نه یې ۹۹٪ د سوریې رژیم لخوا چې له جملې نه یې ۲۳۲ د تعذیب او ۲۱۱ یې د اسد رژیم په لاس وژل شوي دي.
کیماوي بریدونه:

اعلامیه زیاتوی چې د تیر کال پر مهال د سوریې رژیم لخوا ۱۷ کیماوي بریدونه ترسره شوي چې له جملې نه یې د سارین ګاز هم استعمال شوی، ویل کیږی چې یواځې په خان شیخون کې اوه ځل کیمیاوي بریدونه ترسره شوي دي.
عزیر اسدخیل
د الجزیره نه په مننې



