نيويارک ټايمز: امريکا د افغانستان جګړه نه شي ګټلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۷) د سټيوکيول په نوم مشهور امريکايي ژورناليست نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، امريکا د افغانستان جګړه نه شي ګټلی.
نوموړی ژورناليست، چې اوس مهال د (كولمبيا ژورناليزم) پوهنتون رئيس هم دى وايي، ځکه به دغه جګړه امريکايان ونه ګټي چې په وينا يې تر اوسه امريکايان په دې نه دي پوه چې په افغانستا کې د څه لپاره جګړه کوي.
په مطلب کې، د نشه يي توکو د کښت زياتوالی، په دولتي ادارو کې فساد او قومي تعصبونو ته لمن وهل د دغې جګړې د اوږدېدو لاملونه ښودل شوي دي.
نيويارک ټايمز ليکي، د امريکا پخواني ولسمشران بوش، اوباما او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دې پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه لري، چې امريکايان د څه لپاره په افغانستان کې دي او دغه جګړه څه ډول ختمېدلی شي؟؟.
ورځپاڼې وړاندې ليکلي، چې له کلونو راهيسې په افغانستان کې ميشت هر امريکايي جنرال پر دې ټينګار کوي، چې طالبان د زور له لارې نه شي ماتېدلی او بايد چې د سياسي تفاهم له لارې دغه ستونزه حل شي.
ورځپاڼه زياتوي، د دغو جنرالانو پر ټينګار لا هم امريکا د سياسي حل لارې پر ځای نظامي کړنلارې ته لومړيتوب ورکوي او د افغانستان د ستونزې حل له طالبانو سره په جګړه کې لټوي.
تر دې مخکې هم يو شمير امريکايي ليکوالانو او څېړنيزو بنسټونو ويلي و، چې امريکا افغانستان ته د خپل ټول پوځ په لېږلو هم دغه جګړه نه شي ګټلی او د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن ويلي و چې د افغانستان جګړه نه مونږ ګټلی شو او نه به يې طالبان وګټي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکو ويلي، تر هغې به د حکومت ملاتړ کوي ترڅو وسله وال طالبان يا سولې ته حاضر کړي او يا يې له منځه يوسي او تر وروستۍ کچې هوايي بريدونه به ترسره کړي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکايي چارواکو په غبرګون کې ويلي چې امريکايي جنرالان دې په بمبارونو د ويرولو له پروپاګند څخه لاس واخلي او د ستونزې اصلي ټکي ته دې پام وکړي، چې هغه په افغانستان کې د “اشغال پای ته رسول دي” زياتوي چې دوی ته د هېواد ازادي له هرڅه مهمه ده او په دغې لاره کې د سرونو قرباني کول افتخار ګڼي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې يو شمير سيمه ييزو ګاونډي هېوادونو هم ټينګار کړی چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.



