سمنګان: يو قومندان او لس پوليس طالبانو ته تسليم شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۷) د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو “اربکيانو” يو قومندان او لس تنه عسکر يې له خپلو وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي.
يوې ځایي امنيتی سرچينې رسنيو ته ويلي، چې قومندان ګل نظر تر دې مخکې د سيمه ييزو پوليسو قومندان و او د طالبانو پرضد يې جګړه کوله، خو په وينا يې د هغه په ګډون يوولس پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د قومندان ګل نظر تسليميدل تاييد شوي او زياتوي چې نوموړی قومندان او لس تنه سيمه ييز پوليس د يادې ولسوالۍ مربوط د زيرکي په سيمه کې له خپلو وسلو سره دوی ته تسليم شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د “اسلامي امارت د دعوت و ارشاد” د مسئولينو په هلو ځلو له دولت څخه رابيل او دوی ته تسليم شوي دي.
طالبان وايي، تسليم شويو پوليسو ورسره کلکه ژمنه کړې چې له دې وروسته به له دولت سره هيڅ ډول مرسته نه کوي او خپل ژوند به کوي.
طالبانو د دولتي نظامي کسانو ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او نورو دولتي منسوبينو لپاره د دعوت وارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون جوړ کړی، چې وخت ناوخت ورته د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې عسکر او دولتي کارکوونکي تسلمېږي.



