چارواکي: فارياب کې طالبانو يوه پوسته نيولې- اووه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۷) د فارياب ولايت امنيتي مسئولین وايي، د دغې ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په يوه پوسته بريد کړی نيولې يې ده او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم انداربي رسنيو ته ويلي، په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پوسته يې طالبانو نيولې ده.
دغه راز اندرابي زياتوي، تېر ماښام په شيرين تګاب ولسوالۍ کې هم د طالبانو په بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
يوې سرچينې پژواک ته ويلي، په وژل شويو کې د پوستې قوماندان امان الله هم شامل دی.
طالبانو د دغې بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه لس بجې يې د پښتونکوټ ولسوالۍ په عرب سيمه کې په يوه پوسته بريد وکړ ، پنځه پوليس ووژل شول او د هغوی پنځه ميله وسلې طالبانو ونيولې.
طالبانو خپل لوري ته د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ويل کېږي، له تېرو درو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د ياد ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې څو دولتي پوستې تر کلابندۍ لاندې راوستي او وخت ناوخت پرې جګړې کوي.



