اوډي کمپنۍ نوی په ټیکنالوجۍ سمبال موټر بازار ته راوویست

لاروی

په نړۍ کې که د یو شمېر هېوادونو مشرانو د جګړو په رامنځته کولو او د انسانانو په وژلو سیالي پیل کړې ده، له بلې خوا یو شمېر کمپنۍ شته چې د همدې انسانانو د ژوند د اسانتیاوو لپاره ډول ډول وسایل جوړوي. که په نړیواله کچه د وسلو جوړوونکو هېوادونو، چې نورو هېوادونو کې یې د خپلو وسلو د پلورلو په موخه هېواد وال په خپلو کې سره په وژنو اخته کړي دي، جاج واخیستل شي، هغه هېوادونه د پرمختګ په حال کې لیدل کېږي چې نړیوالو ته د ښه ژوند وسایل برابروي او په نړیواله کچه د انسانیت د خدمت لوړ مقام ترلاسه کوي.

اوډي کمپنۍ دمخه هم د انسانانو د ژوند د اسانتیاو موټرې جوړې کړې دي خو نوی جوړ کړی موټر یې د نورو موټرو په پرتله لږ څه اوږد خو چلوونکې یې د شټرنګ په نرمښت له کمپنۍ تله خوښ وي.

 یاد موټرچې د د یپلوماتیکو مرکزونو لپاره ډیرګټور دی د کمپنۍ په وینا د بریښنايي کیلي پر ځای د خپل سمارټ موبایل په وسیله چالانیدای شي. د همدې موټر د سفر ټول سسټم د سمارټ مبایل په وسله عیاریږي.

د یادې کمپنۍ انجینیرانو ویلي چې په نوې جوړ موټر کې رادار، کامرې، الټراساونډ، لیزرسکرین شته چې چلوونکې یې کولای شي د سفر پر مهال د څلور خواوو لیدنه وکړي.

دا موټر په ساعت کې ۱۶۰ کیلومټره واټن وهي او همدارنګه یې د تېلو مصرف هم د پخوانیو جوړشووموټرو په پرتله یو څه راکم دی. د سفر په دوران کې دا موټر د نصب شوې آلې په وسیله د خطر او چپه کېدو خبر هم چلوونکي ته ورکوي او تر ډېره یې ټایرونه د موټر په نه چپه کېدو کې مرسته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button