کابل: د وژل شویو او ټپیانو شمیره سلګونو ته پورته شوه طالبان وایي برید یې د ړندو هوایي حملوپه غچ کې کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۷ فرید افغان)

نن غرمه مهال د کابل ښار اړوند د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دوهم نظام قراول کې چې اوس امنیتي ځواکونه ترې استفاده کوي موټربم برید ترسره شو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمی وايي، بريدګر د امبولانس پر مټ د صدارت څلورلاری ته ځان رسولی، او د تلاشۍ له لومړۍ پوستۍ په دې بهانه تېرشوی چې په امبولانس کې ناروغ لېږدوي.

د برید دقیق ځای د کابل د امنیې قوماندانۍ سره سل متره واټن لري او د تروریزم ریاست ترې ۵۰ متره لرې دی.
برید د ملي امنیت د دفتر په دیرش مترۍ کې ترسره شوی دی.
په برید کې د جمهوریت د روغتون چې د پیښې ځای ته نږدې دی، ښیښې ماتې شوې دي او یو شمیر ناروغان په کې سطحي ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي چې؛ د برید په مهال د وزارت اړوند افسران، کارمندان او پولیس د ډوډۍ را اخیستلو لپاره په دغه ځای کې را ټول شوي وو، چې په نښه شول.

طالب ویاند ویلي؛ چې د ملکي تلفاتو دمخنیوي په موخه یاد بریدکونکي د دغې حملې لپاره تقریبا یوه هفته سیمه څارلې وه چې نن يې مناسبه موقع پیدا کړه.

تلفات:
د عامې روغتیا وزارت وایي؛ په برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.
ازادې سرچینې بیا دا ارقام لوړ ښیي او زیاتوي چې په برید کې تر ۶۰ ډیر کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
خو طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې تر ۲۴۶ پورې افسران او پولیس وژلي او ټپيان دي.
غربي رسنۍ وایي چې په برید کې لوی اکثریت زیان نظامي کسانو ته اوښتی دی.

طالبانو ویلي چې برید د صلاح الدین په نامه چې دکندهار بولدک اوسیدونکی و ، د موټر په وسیله ترسره کړی چې خورا درانه منفجره مواد په کې ځای پرځای شوي وو.

د یادونې وړ ده چې نن په هلمند کې هم ورته سرتیری برید شوی وو چې ګڼو افغان عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

طالب ویاند ویلي؛ دا برید یې د هغو هوایي بریدونو په غچ کې کې کړی چې ټول زیان یې ولسي خلکو ته رسیږي د نوموړي په وینا چې ‹‹دغه برید د مزدور دښمن څخه د هغو ټولو جنایاتو په انتقام کې ترسره کیږي چې په ملکي خلکو بمونه اوروي، ښځې، ماشومان او سپين ږیري وژني او د خلکو کورنه نړوي.››
باید وویل شي چې تیره ورځ د غزني په مرکز قرباغي سیمه کې هم د یوه هوایي برید په ترڅ کې پر لوبو اخته ګڼ ماشومان شهیدان شول.
طالبانو د برید پن څنډه کې یوځل بیا افغان ځواکونو ته ګواښ کړی چې دامریکایانو له ملګرتیا دې تیر شي او زیاتوي چې ‹‹که څومره هم د امریکایانو په خدمت کې وخت تیر کړئ، بیا به هم له دا ډول سرنویشت سره مخ کیږئ او عدالت به درباندې پلی کیږي.››
د یادولو ده چې دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم خونړۍ برید دی چې په کابل کې ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button