سعودي میلیاردر ولید بن طلال له بنده خوشی شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۷ فرید افغان)

د ګڼو سعودي شاهزادګانو د خوشي کیدو په لړۍ کې د سعودي تر ټولو شتمن کس ولید بن طلال هم خوشي شوی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې نوموړی له څو میاشتو بند تیرولو وروسته نن پریښودل شو.

اشوشیتدپریس خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي چې نوموړی بیګناه و او هیڅ جرمي صبغه یې نه درلوده.
نوموړي ویلي چې په زندان کې له هیڅ بد وضعیت سره نه دی مخ شوی.
څو میاشتې وړاندې سعودي ولیعهد د خپل هیواد لسګونه شتمن شهزادګان د فساد په تور بند ته واچول چې د نیمایي شتمنۍ په ورکړه ورسره د خلاصون هوکړه شوې وه.
لویدیځو رسنیو ویلي چې سعودي حکومت له نیول شویو شهزادګانو څخه ۱۰۰ میلیارد ډالر اخیستي دي تر څو خپل اقتصادي کسر ورباندې پوره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button