د فراه او پروان ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۷ فرید افغان)

د سیمیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده پر خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی چې د فراه ولایت د والي عارف شاجهان تر استعفا وروسته چې په کفایتي تورن وو هغه ولایت ته یې انجینیر بصیر سالنګي د والي په حیث ورپیژندلی دی.
بصیر سالنګي تر دې وړاندې د پروان والي او امنیتي اداراتو کې د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی.

بل پلو د پروان ولایت د سیمیزو خلکو تر شکایتونو وروسته د پروان والي انجینیر عاصم له دندې څخه ګوښه او پرځای یې قوماندان فضل الدین عیار معرفي شوی دی.

حکومت داسې مهال د دوو والیانو د تبدیلي او ټاکنې خبر ورکوي چې د مزار له والي عطا نور سره یې لا هم نانندرۍ دوام لري او په وروستي پرمختګ کې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد نوموړي ته خبر ورکړی چې نور دې دنده پریږدي او په وینا یې چې د امریکا د صبر دکاسه نوره په ډک کیدو ده.
خو عطانور دخلیلزاد خبرې بې ارزښته بللې او ویلي یې دي چې هیڅ ځواکمن قدرت یې له واکه نه شي پرزولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button