ای پي ايل: راشد خان په ۹۰۰ لکه هندي کلدارو واخيستل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۸) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور او تکړه توپ اچوونکی لوبغاړی راشد خان د هند د ۲۰۱۸م کال په غوره ليګ سياليو کې په ۹۰۰ لکه هندۍ کلدارو واخيستل شو.
د نوموړي پر سر له پرون سهار راهيسې د درې لوبډلو کينګز ايلون پنجاب، راجستان رويلز، رايل بنګلورز تر منځ بولۍ وشوې، خو سنرايزر حيدر اباد لوبډلې له ټولو لوبډلو سره ترپايه بولي ووهله او راشد خان يې يو وار بيا په نهه سوه لکه هندۍ کلدارو وپلوره.
تېر کال هم د اي پي ايل په لوبو کې د حيدراباد لوبډلې راشدخان په څلور لکه روپيو اخيستی و چې په څوارلس لوبو کې يې ورته اوولس ويکټې اخيستې وې.
د حيدراباد لوبډلې لا له وړاندې ويلي و چې په هر قيمت به راشدخان يو ځل بيا خپلوي.
راشد خان اوس مهال د اټراليا په بيګ باش سياليو کې لوبېږي.



