طالبانو د کابل پروني بريد په اړه توضيحات خپاره کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۸) تېره ورځ په کابل کې د کورنيو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې د طالبانو په بريد کې نږدې درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دا چې د ياد بريد په تړاو يو شمير رسنيو او په ټولنيزې ميډيا کې ځينو فعالينو انځورونه خپاره کړي او په وينا يې چې دغه انځورونه د بريد د قربانيانو دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کابل پرونۍ پېښې په اړه توضيحات خپاره کړي او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي: مطمئن دي چې په برید کې “اصلي زيان د داخله وزارت منسوبينو او کارکوونکو ته اوښتی دی”.
په خبرپاڼه کې د افغان چارواکو له قوله ويل شوي چې بريد کوونکی د نظام قراول له اولې دروازې تېر شوی، طالبان وايي چې ” له لومړۍ دروازې د ننه شي او دوهمې دروازې ته ورسیږي، هلته د عامو خلکو او بازار شتون بې اساسه خبره ده”.
طالب وياند د ځينو رسنيو په حواله ويلي چې دغه بريد په هغه ځای شوی چې هلته له حکومتي کارمندانو پرته عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، زياتوي چې د برید په نږدې څو مترۍ کې د استخباراتو، ترورزيرم ضد ادارې او نور ګڼ دولتي ودانۍ شتون لري او يواځې حکومتي کسان کولای شي تګ راتګ وکړي.
مجاهد وايي، چې دولت غواړي دغه ډول بريدونو ته د ملکي مرګ ژوبلې رنګ ورکړي او رسنۍ دې ته مجبوروي چې د نظامي کسانو د مرګ ژوبلې د انځورونو پر ځای د ملکي تلفاتو انځورونه خپاره کړي او په وينا يې “د خپلې دغې بې اساسه ادعا د ثبوت لپاره هڅه کوي چې د عراق، سوریې او په افغانستان کې د تیرو کلونو د جنګونو تصویرونه هم د پروني برید اړوند وښيي.”
د مجاهد په وينا، له دوی سره د داخله وزارت ځينې کسانو د دغې بريد په ترسره کولو کې مرسته کړې په خبره يې چې ” د نفوذي کسانو په مرسته سیمه او د پولیسو حرکات له ډیره وخته دقیق څارلي وو، بیا یې ورکړل شوی پلان تطبیق کړ چي په خپل هدف تر سره شو”.
سرچينې زياته کړې، له بريد وروسته په ساعتونو ساعتونو د پېښې ځای ته خبريالان او کيمره لرونکي کسان نه ورپرېښودل کېدل چې په وينا يې ” دا پخپله د دې خبرې ګواهي ورکوي چي کابل اداره د پولیسو مرګ ژوبله پټوي”.
طالبانو ډاډ ورکړی، چې هيڅکله به عامو خلکو ته د زيان رسولو اراده ونه کړي او د بېلګې په توګه يې پر کانټنيټل هوټل بريد ياد کړی چې په خبره يې د دوی بريدګرو يواځې د بهرنيانو لټون کاوه ترڅو ويې وژني خو افغانان يې يوې خوا کول او هيڅ يې ورته نه ويل.
ښاغلي مجاهد د دولت لوری په دې ملامت کړی چې د خپلو رسنيو په واسطه غواړي له دغسې پېښو غلط تعبير وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې اوازې خپرې کړي.
طالبانو په دغه وضاحت ليک کې د امريکا ولسمشر ټرمپ او د هغه پلويانو ته پيغام ورکړی په وينا يې ” که مو د زور سیاست چلاوه او د توپک په شپیلۍ مو خبرې کولې؛ نو له افغانانو څخه هم د ګلانو د شیندلو تمه مه کوئ”.
مجاهد په خپله وينا کې ويلي: که د معقولیت او تفاهم اصول پیژنئ؛ نو بیا موږ تر هر چا ښه تفاهم او د سولییز سیاست رغنده پالیسي لرو.



