د کابل برید او په حکومت کې د طالبانو د نفوذ په اړه د چارواکو اعترافات

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۸ فرید افغان)

تیره ورځ طالبانو دکابل په زړه کې په داسې سیمه کې موټربم برید ترسره کړ چې هلته تر ډیره د عامو خلکو تګ راتګ نه و او یواځې دولتي کسانو د ورتګ اجازه درلوده.
طالبانو ویلي چې برید یې په حکومت کې دننه د نفوذي کسانو په مټ ترسره کړی دی او زیاته کړې یې ده چې رسنۍ په دې هکله ګمارل شوې دي ترڅو د دولتي کسانو تلفات پټ کړي او په ټولنیزو رسنیو کې ملکیانو ته منسوب د نورو سیمو بوږنونکي انځورونه نشر کړي ‹‹ زموږ فدایې مجاهدینو او د هغوی رهنمایانو په داخله وزارت کي دننه د نفوذي کسانو په مرسته سیمه او د پولیسو حرکات له ډیره وخته دقیق څارلي وو، بیا یې ورکړل شوی پلان تطبیق کړ چي په خپل هدف تر سره شو››

د برید په تړاو د ولسمشر پخواني لوړپوړي سلاکار احمدضیا مسعود په معترفانه توګه وویل؛ چې طالبانو د کابل ښار په ټولو سیمو کې نفوذ کړی، هغوی په کابل کې لوی کاروبارونه لري، له امنیتي مسؤلینو سره ژورې اړیکې ساتي او په ورځنۍ توګه یې په کابل کې انکشافات زیاتیږي.
د نوموړي په باور؛ حکومتي مشران په دې هکله ښه پوهیږي.

بل پلو د روند سبز ګوند مشر او د ملي امنیت پخواني رئیس بیا د کابل استخباراتي ادارې لاسپوڅې او بې کفایته وبللې او زیاته یې کړه چې د ملي امنیت مشرتابه د بهرنیو هیوادونو جاسوس ده چې په دې نقطه حکومت هم خبر ده.

د اشرف غني لوی مخالف عطانور بیا د پیښې په تړاو په یوه غبرګون کې ویلي چې؛ دا بریدونه په دې معنا دي چې طالبانو د یوه قوي ځواک په حیث په امنیتي اداراتو کې نفوذ زیات کړی او په دومره خوندي سیمو کې چې هیڅ عام وګړي ته پکې اجازه نشته د لویو بریدونو د کولو توان لري.
عطانور له حکومت څخه غوښتي چې د امنیتي او کشفي ادارو ټول مشران باید محاکمه کړي.
تر دې وړاندې هم چارواکو ویلي و چې په ډیری امنیتي اداراتو کې طالبان خپل نفوذي کسان لري چې له وخت څخه په استفادې سره ترې کار اخلي.
طالبانو په تیر کې خبر ورکړی و چې په ټولو امنیتي او کشفي اداراتو کې یې خپل کسان ځای پرځای کړي چې په مناسبو وختونو کې به د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد مرګوني بریدونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button