سيم کارت لرونکي بوټان

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغلې ۸) د E-vone په نوم يوه فرانسوي شرکت داسې بوټان جوړ کړي چې سيم کارت پکې لګول کېږي.

د دغې شرکت مسئولين وايي، چې دغه بوټان يې د کمزورو او بوډاګانو خلکو لپاره جوړ کړي او سيم کارت يې د دې لپاره پکې لګولی چې د غورځېدلو پر وخت يې کورنۍ يا دوستانو ته خبر ورکولی شي.

دوی وايي، کله چې د بوټانو پښو کوونکی کس ولوېږي نو په اتومات ډول په بوټانو کې د لګول شوي سيم کارت له لارې د هغه کورنۍ يا دوستانو خبر ورکول کېږي.

د شرکت د معلوماتو پر اساس، دغه بوټان له لوړې درجې څرمنې څخه جوړ شوي چې بيه يې يواځې ۱۵۰ ډالره ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button