د ننګرهار پر هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۹) په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په ستره هوايي اډه او پوځي مرکز توغنديز برید شوی.
ميدان هوايي ته نږدې يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، تېره شپه د جلال اباد هوايي ډګر په داخل کې توغندي لګېدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه شته.
د سرچينې په وينا، د توغنديو له لګېدو وروسته د هوايي ډګر په داخل کې اورلګېدنه رامنځته شوه او زياتوي چې وروسته امریکايي الوتکو پروازونه وکړل.
طالبانو د دغې بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي: “توغندي په هدف لګیدلي، د بهرنیو اشغالګرو په ګډون یې دښمن ته درانه تلفات اړولي دي”.
طالبانو وخت ناوخت په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په لويو اډو او هوايي ډګرونو د توغنديو بريدونه کوي، چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.
تر اوسه په دې توغنديز بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.



