کرکټ: اسټراليا په نيمه پايلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۹) د کرکټ د نولس کلنو نړيوال جام په سياليو کې د اسټراليا نولس کلنو لوبډلې په نيمه پايلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د پنځوس اورونو دغه لوبه نن سهار دوه بجې په نيوزيلنډ کې پيل شوې وه او د اتو بجو په شاوخوا کې د افغان نولس کلنو لوبډلې په ماتې پای ته ورسېده.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه، خو په ۴۸ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

د اسټراليا نولس کلنو کرکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۷.۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره پوره کړ او پايلوبې ته يې ووتله.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو زياتې ۸۰ منډې اکرام علي خېل وکړې او له نوموړي پرته بل لوبغاړی په دې ونه توانېد چې له شلو منډې زياتې کړي.

ټاکل شوې ده، چې سبا به د پاکستان او هند تر منځ دويمه نيمه پايلوبه ترسره کېږي او د لوبې بايلونکې ډله به د درېيم مقام لپاره له افغان نولس کلنو لوبډلې سره سيالي کوي.

تر دې مخکې د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د اسيا جام اتلولي ګټلې وه، خو دا لومړی ځل دی چې د نړيوال جام په سياليو کې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button