د اندونيزيا ولسمشر کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۹) د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدود نن له غرمې مخکې په يوه رسمي سفر کابل ته راورسېد.
ټاکل شوې ده، چې نوموړی به له ولسمشر غني، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله او يو شمير لوړپوړو چارواکو سره په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو ځينې نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر ويدود د اندونيزيا لومړنی ولسمشر دی چې د تېرو ۵۸ کلونو په موده کې افغانستان ته رسمي سفر کوي.
له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبه افغانستان ته د نوموړي د راتګ خبر ورکړی و او ويلي يي و چې له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته به ولسمشر ويدود په يوه خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
ويدود له دې وړاندې پاکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له ولسمشر ممنون حسين سره يې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماؤ د يوې ګډې کميټې په جوړولو خبرې کړي چې موخه به يې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وي.
د سولې عالي شورا د درې اړخيزې ګډې کميټې جوړول د سولې په برخه کې مهم بللي او د دغې شورا وياند امين الدين مظفري وايي، چې د اندونيزيا دغه ډول اقدام د افغان سولې په برخه کې يو ښه اقدام دی.
دا په داسې حال کې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د سولې عالي شورا مشر او ځينې لوړپوړي غړيو يې اندونيزيا ته سفر کړی و.



