د سالنګ لار د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۹) د کابل شمال ته د سالنګ لويه لاره د واورې د سختو ورښتونو له کبله د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د څارنې عمومي مشر جنرال عبدالرجب وايي، د سختې واورې ورښت او طوفان ادامه لري او باروړونکي موټر نه شي کولی چې تګ راتګ وکړي.

نوموړي زياته کړه، اوس مهال په سالنګ کې د واورې اندازه پنځه اويا سانتي متره ته رسېدلې او دغه لاره نن سهار د لويو موټرو پر مخ بنده شوې ده.

عبدالرجب په دغې لاره له راتګ راتګ کوونکو غوښتنه وکړه، چې د يخنۍ وسايل، زنزيرونه، ګرمې جامې او نور غذايي توکيي د احتياط لپاره له ځان سره واخلي.

د يادونې ده، چې هر کال د ژمي موسم کې په سالنګونو کې د واورې د زيات ورښت له امله دغه لار تړل کېږي، چې له کبله يې مسافر له ستونزو او آن د مرګ له خطرونو سره مخ کېږي خو د سږ ژمي په جريان کې تر اوسه په دغې لاره کې د تلفاتو خبر نه دی ورکول شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button