په لایف به راځم!

ځوان په منډه موبیل را واخیست د تصویرانو فولډر ته په ډېره چټکۍ سره پکې د ننه شو، ژر یې د عراق، د سوریه او د افغانستان د هغو شهیدو ماشومانو زړه بوږنونکي تصویران پر خپله فیسبوک پاڼه نشر کړل چې د امریکایی ځواکونو په بمبارد کې په بې رحمانه ډول په شهادت رسیدلي وو.

لیکوال: خالد ځدراڼ

ځوان په جرمني کې د هیواد میشتو په شکل پتلون پر پښو او نیکټایي پر غاړه په خپل دفتر کې پر چوکۍ ناست وو.

چې ناڅاپه یې د تلویزیون پرشیشه ولیدل!

شېبه مخکې په کابل کې د طالبانو لخوا د وزارت داخله مخ ته سرتېری برید وشو چې له امله تر ۱۶۰ پورې کسان مړه او ټپیان شول.

ځوان په منډه موبیل را واخیست د تصویرانو فولډر ته په ډېره چټکۍ سره پکې د ننه شو، ژر یې د عراق، د سوریه او د افغانستان د هغو شهیدو ماشومانو زړه بوږنونکي تصویران پر خپله فیسبوک پاڼه نشر کړل چې د امریکایی ځواکونو په بمبارد کې په بې رحمانه ډول په شهادت رسیدلي وو.

ځوان له ډېره مکره ډکې دا جملې هم ورسره ولیکلې!
اې پنجاپه! اې د پنجاپ مزدوره ولې مو ژوند ته نه پریږدې؟ ولې دې نن په کابل کې دا تنکي ماشومان په وینو راته ولړل؟
پوسټ یی نشر کړ خو د ځوان زړه صبر نه شو، فیسبوک کې یی پر نورو تصویرانو پسې هم منډې ترړې شروع کړې، وخت په وخت به یی د خپل پوسټ لاندې د خلکو مختلف نظرونه هم کتل.
د ځوان تمه حتمه شوه، په فیسبوک کې يې بل هیڅ کوم حقيقي تصویر پیدا نه شو کړای چې خدای مکړه کوم ماشوم په دې پېښه کې شهید شوی وي.
ځوان یو ځل بیا پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل:
ملګرو لایف به راځم انتظار اوسئ د سولې په اړه مهم بحث.
ماښام وخت وو، په منډه يې دفتر رابند کړ، د کور په طرف روان شو، له لږ مزل وروسته کورته ورسید، د خپل تاوده او پاسته پالنګ غېږې ته يې ځان وسپاره او پر خپله فیسبوک پاڼه په لایف راغی.
د لایف سرلیک يې وو هیواد کې سوله غواړم!
ځوان ډېرې د مکر اوښکې تويې کړې، په هغو افغانانو يې د کفر او د پنجاپ د ټاپو درب، دروب جوړ کړ، چې د اشغالګرو پر خلاف یی پاڅون کړی، هغه ځوانان يې ټول د پنجاپ غلامان یاد کړل چې د هیواد د آزادۍ لپاره يې ورځ او شپه په ځان یوه کړې، هغه افغانان یې جاهلان یاد کړل چې د خپل سر په بدل د افغانانو ناموس او ژوند ساتل غواړي.
ځوان له جرمني څخه موږ ته د وطن د حالاتو ترجماني کوله! ځوان له خپل خواږه بېستر څخه موږ ته زموږ دوښمنان ښودل! ځوان اسلام ته نه خبره وو، خو له ځان يې، مفتي جوړ کړی وو له ګیډې اخلاص يې لسګونه فتوې را وشیندلې.
ځوان د چغو په شکل موږ باندې هم لعنت ووایه چې ولې دا دې راغلو کفارو ملګرتیا او د دوی له دوښمن سره دوښمني نه کوئ؟
ځوان که هرڅوک وو خو کتونکي یی ټول په دې پوهېدل چې نوموړی د سولې تر نامه لاندې هیواد کې نور هم جنګ تازه کول غواړي، هر اورېدونکی یې په خبرو پوهېدو چې ځوان ته د افغانانو آزادي غټ جرم او ګناه ښکاري، ځکه خو هر افغان د بل مزدور د پردو تاليڅټی او د څو ډالرو کرایه شوی مزدر نما وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button