پرونی برید او رسنۍ

لیکنه : ډاکټر عبد الله عزام
امریکايي او افغاني ځواکونه او ورسره مکرجنې رسنې د طالبانو د بريدونو په وړاندې د ناکامۍ له کبله مکر او درواغو ته مجبوره شوي دي.
د طالبانو سرتيري او نفوذي بريدونه ځکه نه خطا کېږي چې له مخکې پلان شوي وي، او بريدونه يې ځکه قوي او ځيرک وي چې له پېچلو تکتيکونو څخه کار پکې اخستل کېږي، هغه له څو میاشتو څخه تعقیبوي، آن تردې چې د ځينو بریدونو پلانونه تر مياشتو او ترکاله پورې وخت هم نيسي.
يواځې مکرجنې رسنۍ دي چې د یرغلګرو او د کابل حکومت پر ناکامۍ يې پرده اچولې، خو خلکو ته يې اصلي څېره څرګنده شوې، څوک يې اوس په خبرو باور نه کوي، هره خبره يې ورته دروغ ښکاري.
د طالبانو بریدونو اهداف هر چاته څرګند دی، چې په چا بريد کوي او څوک له منځه وړي، تردې چې ولسي وګړو ته د تلفاتو د اووښتو د احتمال له وجې کله مهم بریدونه هم ځنډوي او یا یې بیخي پرېږدي.
هو امکان چې په ځينو بریدونو کې به عام وګړي هم، لږ زیانمن شوي وي، خو څومره چې دا مکرجنې رسنۍ دا بریدونه په عامو وګړو ورتپې هغومره حقیقت نه لري.
خو په کابل کې چې کوم بريد پرون د کورنيو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې دننه تر سره شو، مرګ ژوبله يې ټوله د دغه وزارت منسوبینو او کارکونکو پورې اړه لري، هیڅ ملکي وګړي هلته شتون نه درلود، دا ځکه چې پخپله حکومت هم ومنله چي بریدګر له اول نظام قراول څخه تیر شو او له دوهم نظام قراول سره يې چاودنه ترسره کړه، نو دا خو معلومه خبره ده چې هرې دولتي ادارې ته څوک په اوله دروازه ورننوزي او دوهمې دروازې ته ور ورسېږي، هلته نه بازار شتون لري، نه ولسي خلک، بلکې ټول دولتي منسوبين او چارواکي وي.
بل دا چې رسنیو اکثره داسې عکسونه له پېښې سره په تړاو نشر کړي دي، چې یا خو اصلا د افغانستتان نه دي لکه د سوريې، عراق، فلسطين او نورو هیوادونو کې په مسلمانانو د وحشيانه بريدونو انځورونه او یا د افغانستان په نورو ولايتونو کې لکه په کندز او غزني کې د همدې وحشي یرغلګرو د وحشي بمباريو انځورونه دي خو رسنۍ له پروني بريد سره په تړاو نشر کړي دي.
د طالبان بريدګر، چې همېشه د بهرنيانو او افغان ځواکونو زړونو ته ځانونه رسوي، بهرني یرغلګر او افغاني عسکر يې له مخنيوي ناتوانه دي، دا ځکه چې طالبان د خپلو نفوذي ملګرو او پوځي مهارتونو او تجربو څخه کار اخلي.
او په خپلو بريدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې په موخه له ډېر دقت او احتیاط څخه کار اخلي، آن تردې چې د برید پرمهال هم هڅه کوي چې داخلي او بهرني سره جلا کړي، چې تازه ښه بېلګه يې په کانټيننټل هوټل باندې د بريد په مهال د بريدګرو دا وينا ده چې «خارجیان چرته دي؟» چې بیا دا خبره تر ډېره وخته پورې د فیسبوکیانو تکیه کلام ګرځېدلی و، هر پوسټ به چې چا وکړ نو بیا آخر کې به يې دا هم ورسره ليکل چې خارجیان چرته دي؟.
الله ﷻ د مکرجنو د فریب او مکر په اړه داسې فرمايي: ﴿ وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ النَّمل : ۵۰].
یعنې دا دسيسه خو هغوى جوړه کړه او بيا موږ يو تدبير ونيوه چي هغوى ورڅخه خبر نه ول.



