طالبان ټرمپ ته: که تاسې په جګړه ټینګار کوئ؛ زموږ ولس مو په ګلانو هرکلی نه کوي
د ټرمپ د څرګندونو په اړه د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۰) د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له استازو سره د ليدنې پر مهال وويل، امريکا اوس مهال له طالبانو سره د سولې او مذاکراتو کولو اراده نه لري.
د ټرمپ له څرګندونو سره هممهاله د ولسمشرۍ ماڼۍ “ارګ” وايي،چې طالبانو په تېر کې د سولې خبرو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به افغان حکومت سوله د جګړې له لارې تر لاسه کوي.
خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه طالبانو توند غبرګون ښودلی ويلي يې دي، چې د ټرمپ دغې وينا د هغه اصلي موقف روښانه کړ چې هغه د جګړې اوږدول دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په دې اړه يوه خبرپاڼه استولې چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسېدلې ده.
ښاغلي مجاهد ويلي، د سولې په اړه د ټرمپ څرګندونو روښانه کړه چې د جګړې او سولې ټول واک د کابل حکومت سره نه بلکې له امريکايانو سره دی.
مجاهد زياتوي، امريکايي اشغالګر او پلويان يې يواځې په خوله د سولې خبرې کوي، هدف يې د جنګ او په هېواد کې د پاتې کېدلو دوام دی په وينا يې: ” ټرمپ په ښکاره ټکو د سولې او تفاهم په موضوع د بطلان کرښه تېره کړه.”
طالب وياند، د روانې جګړې د ورانيو او وينې تويېدنې مسئوليت د امريکا او ملګرو په غاړه يې اچوي وايي ” هم یې په خپل یرغل سره د روانې جګړې اور بل کړی او هم د تفاهم او سولې احتمالات نفی کوي.”
طالبان وايي، د دوی موخه په سوله کې ژوند کول دي او ټينګار کوي چې تر هغې به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي ترڅو چې ټول بهرنيان له هېواده وتلي نه وي.
د مجاهد په خبره، که څه هم مقابل لوری (امريکا او پلويان يې) يواځې جګړه په رسميت پېژني خو نوموړی په باور سره وايي: ” زموږ د ملت نه ماتیدونکی مقاومت او ناپایه صبر به بالاخره جګړه مار یرغلګر د حقائقو منلو ته اماده او د خبرو او منطق میز ته احضار کړي.”
طالب وياند خبرداری ورکړی چې هر عمل عکس العمل لري او په وينا يې “که تاسې په جګړه ټینګار کوئ؛ نو زموږ مجاهد اولس مو هم په ګلانو هرکلی نه شي کولای”.
ښاغلي مجاهد ټرمپ ته ورياده کړې، چې افغان ولس د يرغلګرو د لارې ته راوستلو اوږد تاريخ لري او د جګړې دوام به يواځې د امريکايي عسکرو ځاني او مالي تلفات لا زيات کړي.



