د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۰) د سالنګ د لويې لارې مسئولين وايي، چې دغه لاره له تيرو څلورويشتو ساعتونو له تړل کېدو وروسته بيرته پرانيستل شوه.
د سالنګ لارې د ساتنې او څارنې مشر جنرال محمد رجب وايي، دغه لاره نن سهار اووه بجې بيرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې او يواځې له لويو ټريلرو پرته هر ډول موټر کولی شي چې پر دغه لاره تګ راتګ وکړي.
نوموړی وايي، په سالنګونو کې د هوا حالت مخ پر ښه کېدو دی، طوفان کرار شوی، زياتوي چې نږې يو متر واوره شوې او د لارې د پاکولو لپاره عمليات پيل شوي دي.
د سالنګ لويه لاره د کابل په شمال کې پرته ده، چې د نهو ولايتونو خلک پرې مرکز کابل ته تګ راتګ کوي، خو هر کال د واورې د ډېر ورښت له کبله تړل کېږي چې کله کله پکې د موټرو د ښوييدو له کبله مسافرو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
تېره ورځ دغه لاره د واورې او طوفان د زيات ورښت له کبله د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
په ورته وخت کې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې سږ کال به د هېواد په يو شمير شمالي او جنوبي ولايتونو کې د سختو واورو د ورښت لړۍ پيل شي.



