پاکستان: کرمه ايجنسۍ کې چاودنې شپږ تنه وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۰) د پاکستان په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې د يوې چاونې په ترڅ کې شپږ تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د کرمې ايجنسۍ امنيتي مسئولينو ډيوه راډيو ته ويلي، چاودنه د غوزګړو سيمې په بسو کلي کې په يوه ډاډسن موټر شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سرچينې په وينا، په چاودنه کې لومړی د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی چې درې مېرمنې هم پکې شاملي دي.

زياتوي، چې دغه چاودنه د مقبل قوم په خلکو شوې او تر اوسه پوې يې د چاودنې هدف نه دی معلوم.

کرمه د افغانستان سره نږدې په پوله پرته ايجنسي ده چې په زياته اندازه شيعه مذهبه وګړي پکې ژوند کوي او وخت ناوخت د هغوی پر ګڼې ګوڼې ځايونو کې چاودنې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button