د غزنې د لويې لارې قومندان وژل شوی- نښتې روانې دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۹) د غزني ولايتي چارواکي وايي، چې د اندړ ولسوالۍ مربوط د جمال کلا په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته ويلي، د طالبانو په بريدونو کې د دغې ولايت د لویې لارې قوماندان عزیزالله فدايي وژل شوی او څلور پوليس ټپيان دي.
نوموړی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويلي.
طالبانو د بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې په دغو بريدونو کې د قومندان عزيز احمد په ګډون نهه پوليس وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په جګړه کې يې د دولتي ځواکونو دوه ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ کړي او لا هم نښتې روانې دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې دولتي چارواکي ادعا کوي چې په ياده ولسوالۍ کې يې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي، خو طالبان وايي دولتي عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي او د تيرو څو ورځو په تيرېدو يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



