امریکا له طالبانو سره له سولې پرته بله هیڅ حل لاره نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۲ فرید افغان)
امریکایي کارپوهان په دې آند دي چې امریکا په افغانستان کې خپله وروستۍ زور آزموینه کوي او زیاتوي چې امریکا په سلګونو زرو عسکرو د ۱۷ کلنې جګړې په ترڅ کې دا مبارزه چې غوڅ اکثریت یې ولسي پاڅون دی مات نه کړ، تر دې وروسته یې هم نه شي ماتولی.
د امریکا په کارولینا پوهنتون کې د امریکا د استخباراتي، او امنیتي چارو کار پوه ‹‹فیتسانکس›› د اسپونتیک خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي؛ د افغان جګړې د قابو کولو په خاطر لږ تر لږه ۲۵۰ زرو بهرنیو عسکرو ته اړتیا ده، او په وینا یې چې امریکا د دې شمیر عسکرو د لیږلو توانمندي نلري او په دې مسئله امریکایي ولسمشر هم ښه پوهیږي.
سانکس زیاتوي؛ طالبانو په وروستیو حملو سره ثابته کړه چې، په هرځای کې چې وغواړي هر وخت یې په نښه کولی او له منځه وړلی شي نو له همدې امله د دې قوي مخالف سره باید نرمه غاړه یوړل شي .
نوموړی وایی، واشنګټن په افغانستان کې واضحه تګلاره نه لري او هیڅکله یې د افغانستان د ثبات محکم هوډ نه دی څرګند کړی.
د یاد امریکایي کارپوه په خبره؛ افغان او بهرني ځواکونه په افغانستان کې په څرګند فساد کې ښکیل دي، د جنګ دقابو کولو پخاطر د ځواکونو شمیر ډیر کم دی، یو نا امیده کونکی تصویر دی چې بهرنیان ورته ځوریږي او نه پوهیږم چې امریکا په سیمه کې د څه په لټه ده.
د کارولینا پوهنتون استاد وایي چې ټرمپ غواړي له قوي لیدلوري هرې مسئلې ته حل لاره ولټوي او په بهر کې د امریکا ګټې خوندي کړي، خو د افغانستان ستونزه له سولییزو مذاکراتو بله هیڅ دحل لار نه لري.
دا لومړی امریکایی کارپوه نه دی چې په افغانستان کې د امریکا د مخ پرځوړ شتون څخه خبر ورکوي، تر وړاندې ګڼو امریکایي کارپوهانو د معتبرو رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې، د زور اوځواک ښودل که په هره کچه وشي حللاره نه ګڼل کیږي بلکه یواځنۍ لاسته راوړنه داده چې له مخالفینو سره د هغوی د شروطو مطابق خبرې وشي.
د امریکا د استخباراتي او امنیتي مطالعاتو امریکایي مشر داسې مهال داڅرګندونې کوي چې تیره ورځ بي بي سي په یوه څیړنه کې ویلي و، چې طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لري



