دایکندي: امنیتي ځواکونو د یوې محلي رادیو خبریالان سخت وهلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۲ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په دایکندي کې د ‹‹نسیم›› په نامه د محلي رادیو خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري سخت وهل شوي دي.
د دې رادیو مسؤل مشر؛رضا واحدي رسنیو ته ویلي چې نن ماسپیښین مهال یې د ښار په یوڅنډه کې راپور جواړوو چې امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ او ښه یې ووهل.
نوموړی زیاتوي؛ “دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیسو یو شمیر زندانیان د سړک پر غاړه په داسې حال کې پیاده روان کړي و، چې لاسونو او پښو کې یې ولچک پراته و، موږ غوښتل دا صحنه عکاسی کړو، چې د پولیسو له سخت غوسناک غبرګون سره مخ شو.“
د رادیو مسؤل زیاتوي؛ پولیسو مو یوشمیر وسایل مات کړل ځینې یې له ځانه سره یووړل او موږ یې هم له سختو وهلو ټکولو وروسته محبس ته واچولو.
بل پلو د دایکندي د امنیې قوماندان سید باقر مرتضوي بیا دا کړنه اشتباه بولي او زیاتوي چې په دې تړاو به څیړنې وکړي.
د دې رادیو مسؤل مشر رضا واحدي بیا وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې د یادې رادیو پر همکارانو ورته برید کیږي، تر وړاندې هم په ځلونو دا رادیو په نښه شوې خو امنیتي مسؤلینو یې پر وړاندې هیڅ څیړنه نه ده ترسره کړې.
د یادونې وړ ده چې؛ په هیواد کې پر غوڅ اکثریت رسنیو تور دی چې ګواکې د لویدیځوالو په ګټه عقیدوي، فکري او فرهنګي نشرات کوي او نړیوال او افغان دولت ترې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې د یوه جنګي ابزار په توګه کار اخلي.
خو له دې سره،سره بیا هم تر ډیره د رسنیزو خدمتونو مخه حکومتي ځواکونو نیولې ده.



