نوې امپراطوري؛ زړه هديره

قاضي ايمن نبيل
که د تاريخ پاڼو ته سر ورښکاره کړو نو وبه ګورو چې تل د نړۍ لويو مستبدو او مغرورو ځواکونو د خپلې امپراطوريو د وسعت، د يوې خطې د وګړيو تابع کولو او هلته د خپلو شومو اهدافو د پلي کيدو لپاره په وړو ملتونو يرغل وړى، چې ډير کله په خپلو اهدافو کې بريالي شوي او بيا ځيني وخت له ډيرې سترې ماتې سره مخ شوي دي.
زمونږ ګران هيواد افغانستان هم د خپل ځانګړي ستراتيژيک موقيعت او ددې خاورې د وګړيو طواغيتو ته نه تابع کيدو او کلک عزم له کبله، د تاريخ په اوږدو کې د سترو امپراطوريو د ښکيلاک له شومې پديدې سره مخ شوی دى.
له چنګيزه راواخله بيا تر انګريزه او پخوانۍ شوروي اتحاد، د ګران هيواد را لاندې کولو او ددې خاورې د خلکو تابع کولو لپاره دلته زور ازمایۍ کړيدي.خو نه يواځې دا چې په خپلو ناوړه اهدافو کې پاتې راغلي، بلکه يادې امپراطورۍ د تل لپاره د افغانستان په دښتو غرونو کې له خاورو سره خاورې شوې دي.
په يوويشتمه ميلادي پيړۍ کې د غربي نړى نوې خونخوارې، ظالمې او په نړۍ د خدايۍ دعوه کونکې او حاکمې امپراتورۍ (امريکا) د پخوانيو امپراطوريو انګلستان او روس (پخواني شوروي اساس ايښودنکى) په مرسته د خپلو نړيوالو متحدينو سره پخپل ټول قوت په افغانستان ددې لپاره يرغل وکړ چې کومه بريا نورو امپراطوريو تر لاسه نشوه کړاى، هغه به دغه امپراطوري (امريکا) ترلاسه کړي. پخوانيو امپراطوريو هم د خپلې ماتې د جبران په موخه نوې او کبرجنې امپراطورۍ (امريکا) ته لاس ورکړ.
خو دا دى، ۱۷ کاله کيږي چې امريکا او نړيوال متحدين يې په دې ونه توانيدل چې په دې سپيڅلې خاوره کې خپل ناوړه اهداف تر لاسه کړي.
اوس نه يواځې دا چې امريکا سره له خپلو ټولو تدبيرونو ناکامه ده بلکه له هغه سرنوشت سره مخ ده چې پرون نور يرغلګر ورسره لاس او ګريوان وو.
هو! يعنې د امپراطوري د لاسه ورکولو ويره، نو ځکه امريکا يې ديته مجبوره کړې چې غير مرتب او ګډوډ سياست ته لاس واچوي، ځکه هغوي نور د افغانستان لپاره مرتبه برنامه نلري او هر څه يې چې درلودل هغه يې دا ولس ۱۷ کاله تجربه کړل.
د امريکا د متحدو ايالاتو په اصطلاح د ولس مشر تازه څرګندونې او د يادې امپراطورۍ او د هغوي د مزدورانو تازه او بې بندو باره او خلاف د ټولو اصولو او قوانينو، وحشتونه ښکاره نښې دي. ددې لپاره چې نوره ياده امپراطورۍ خپلې اخري سلګۍ وهي، ځکه دا د يرغل پخوانى عادت دى چې کله هم د وتلو هوډ ولري نو د خپلې ناکامۍ د جبران په خاطر يا هم خپل ځانته مناسبه او باخوندي لار جوړولو په خاطر داسې وحشتونو ته لاس اچوي. د موضوع د اوږدېدو له کبله له تفصيله تيرېږو خو يواځې يوې بيلګې ته يې اشاره کوو.
د شپيتمې لسيزې په اخرو کې پخواني شوروي اتحاد له افغانستان څخه د وتلو يواځې څو مياشتې مخکې، ددې لپاره چې مجاهدينو مورال ضعيفه کړي او مجاهدين د دښمن په هغه کاروانونو بريد تر سره نکړي چې د سالنګ له لارې کابل ته انتقاليږي نو د سالنګونو سرک سره پراته کلي يې پداسې شکل بمبار کړل چې په دغو کليو کې يو ژوندى روح پاتې نشو او يواځې په يوه شپه ۱۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. رحمهم الله اجمعين.
نو اوس د امريکا په اصطلاح د ولسمشر څرګندونې، چې هغوي له طالبانو سره خبرو ته چمتو ندي، دا په غير ارادي توګه خپلې د ناکامۍ اعتراف کوي. دا د هغو حربو له جملې څخه يوه حربه ده چې هغوي د طالبانو او مجاهد ملت د غولولو او لاندې کولو لپاره لا پخوا کارولي دي اوڅه نتيجه يې نده ورکړې.
نو دا زيرى دى هغه چا لپاره چې د ازادۍ په انتظار دي. دا زيرى دى هغه چا لپاره چې د يادې ازادۍ لپاره يې دا ولس ۱۷ کاله بېشميره او بېدريغه قربانۍ ورکړي. د نړى حالات، د امريکا د متحدينو يو په بل پسې د امريکا له مداره وتل او امريکا کې د ايالتونو په سطح د بيليدونکو مظاهرې او احتجاجونه، په نړيواله سطحه د امريکا دښمنۍ او مخالفتونه دا ټول زيرى دى ستاسو لپاره اى اسلامپالو ازادي غوښتونکو!
اى ازادي غوښتونکو! ! پښې کلکې ولګوئ اسلحې مو لاسونو کې واخلئ. زړونه مو د الله پاک په ذکر سره مطمئن کړئ. د ښکيلاک اخري زورازمايۍ ته په پوره عزم او صبر واستقامت سره ودريږئ. تاسو يواځې يو څو ګامه له مقدسې او سپيڅلې ازادۍ لرى ياست. ژر ده، ان شاءالله، چې د نړى تر ټولو زورور ښامار مخ په خاورو وموښۍ او خپله دې زړه هديره کې نوې مستبده او زوروره امپراطورۍ د تل لپاره تر خاورو لاندې کړئ. وياړو په تاسو د امت زمريو!
اى عمره، اى زمونږ اميره! پاڅه وګوره، ستا اخلاص او تقوا او په رب پوخ يقين رنګ راښکاره شو. د الله وعده د تل په څير رښتينې شوه؛ الله د خپلو نيکو بنده ګانو نصرت وکړ.
—
دلته مو د امريکا ولس مشر ته د اصطلاح لفظ ځکه وکاراوه چې دا ټولې نړى ته جوته ده چې د امريکا واګى د فريمیسن او ايلومناټي له څو محدودو کورنيو سره دى او ولسمشران يې داسې سمبوليک شخصيتونه وي لکه زمونږه د استعمار خادمان.



