پکتیا: ځانګړو ځواکونو ځوان شاعر اسدالله سپین غر شهید کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د پکتیا ګردیز پر غځیدلې لاره افغان ځانګړو ځواکونو چې د (کمپاین عسکرو) په نوم هم شهرت لري ځوان شاعر او هڅاند زدکړیال اسدالله سپین غر په شهادت ورساوو.
نوموړي چې دیني زدکړې هم د موقف علیه تر کچې رسولې وې، فعلا یې په خوست ښار کې د کمپیوټر او انګلیسي کورسونه تعقیبول او ترڅنګ یې ځایي رسنیو، ورځپاڼو او مجلو ته ادبي ټوټې هم لیکلې.
سپین غر که څه هم د زلمیتوب پړاوو ته تازه داخل شوی و، خو تقوا، ځراکت او ظرافت یې د حیرانتیا وړ وو.
نوموړی نه یواځې داچې په افغان مدرسو کې روزل شوی و، په عصري علومو کې یې هم بیساري معلومات درلودل.
اسدالله سپین غر تیره ورځ چې له خوست څخه خپلې سیمې ته پر موټرسایکل را روان و،د پکتیا د ګردې څیړۍ ولسوالۍ پر لویه لاره د کمپاین عسکرو لومړی له خپل موټرسایکل ښکته او بیا یې په مخامخ ډزو کې په شهادت ورساوو.
نوموړی چې اصلاً د لوګر اوسیدونکی و، جنازه یې تیره ورځ د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ په تیريخلو سیمه کې ترسره شوه.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت کې ځوان فعالان په نښه کیږي، تیرکال هم د دې ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې دوه فعال ځوانان چې پر دیني زدکړو بوخت و، په سیستماتیکه توګه ووژل شول،همداراز میاشت وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې د سیمې مخور عالم مولوي حمدالله (حاجي ملا) په نښه شو .
د سیمې خلک وایي؛ د ځوانو کدرونو له منځه وړل د نړیوالو په اشاره د افغان ځواکونو یوه نوې هڅه ده ترڅو وکړای شي خپل فکري مخالفین په سیستماتیکه توګه له ټولنې لرې کړي.
که څه هم حکومت ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو لخوا د دې هدفي وژنو مخه به نیسي، خو تر اوسه هیڅ کوم ارګان د کمپاین د عسکرو یا اربکي ملیشو د کړنو د قابو په موخه کوم اقدام نه دی ترسره کړی.



