کندهار: ګډوځواکونو د ۱۴ کمانډویي عسکرو په غچ کې تر۳۰ ډیر ولسي خلک وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې وړمه ورځ د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند دبند تیمور سیمه ته د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه د ګډوځواکونو لویه عملیاتي قوه تللې وه چې د تلفاتو له ګاللو او اړولو وروسته یې سیمه پریښووده.
د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په یادو عملیاتو کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې اوګن شمیر نور یې نیولي دي.
خو دسیمې خلکو بیا رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې، ګډوځواکونو د تلفاتو له ورکولو وروسته تر ۳۰ ډیر ولسي کسان شهیدان کړي او لسګونه ټپیان دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د میوندبندتیمورسیمه کې یې دعملیاتي کاروان۳ ویګو موټران او۱۴سپیشل فورس عسکر وژلي دي.
نوموړی زیاتوي چې افغان او امریکایي ځواکونو“ له سیمې نه دتیښتې په مهال۳۰ تنه ملکي کسان په شهادت رسولي ۱۱موټران او ۳۸ موټرسائکلان یې ورسوځولي۳۲ تنه یې له ځان سره دبندیانو په توګه وړي خو مجاهدین کوم تلفات نلري“
طالبانو پر ولسي خلکو برید په سختو ټکوغندلی او ویلي یې دي چې “اسلامي امارت د دښمن دغه بزدلانه او ظالمانه عملیات په کلکو ټکو غندي، دا ګام د ولس څخه د کسات اخیستلو شرمونکي کار بولي او د یوې بشري فاجعې په ډول يې د امریکايي اشغالګرو او د هغو د لاسپوڅو د متعددو جنایاتو یوه بیلګه ګڼي“
طالبانو د دولتي چارواکو هغه ادعا چې ګواکې لسګونو طالب وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې رد کړې او بې اساسه خبر یې بللی دي “دولتي چارواکو په خورا سپين سترګۍ سره په خپل دې جنایت باندې د مجاهدینو په ضد د عملیاتو نوم کيښود او ادعا يې وکړه چې تر ۵۰ زیاتو مجاهدینوته يې تلفات اړولي دي. حال داچې یاد عملیات د ولس په ضد ترسره شوي او وژل شوي کسان هم ملکي او ولسي خلک دي“
طالبانو له بشري اداراتو غوښتي چې د دې جنایت په اړه دې بې پرې څیړنې ترسره کړي (په عین حال کې موږ په بشر پالو ادارو، رسنیو او بې طرفه جهتونو هم غږ کوو چې د دغه بشري ناورین په وړاندې چوپتیا ماته کړي، سیمې ته خپل ازاد استازي ولیږي او د واقعیتونو په معلومولو سره د یاد وحشت په وړاندې غږ پورته کړي)
طالبانو ګواش کړی چې د ولسي مرګ ژوبلې د دې لوی جنایت کسات به ژر ترژره له بهرنیو او داخلي عسکرو واخلي
(اسلامي امارت به د خپل ولس د مدافع ځواک په توګه د دښمن دغه بزدلانه عمل بې ځوابه پرینږدې، له اشغالګر او مزدور دښمن څخه به يې په ښه ډول کسات واخلي)
که څه هم دولتي چارواکو ویلي چې په عملیاتو کې یې موخه وسلوال طالبان وي، خو له بار بار تورنیدلو وروسته دوی هم دا کار تیروتنه بولي او دڅیړنو ژمنې کوي پداسې حال کې چې تر اوسه هیڅ ژمنه نه ده پلې شوې



