دګوانتنامو شهید

جواد څارګر

هغه خلک مړه نه شي باله چې ویاړمنې کارنامې یې پاتې شونو ته ویاړ بښونکې وي. کله یو څوک کوښښ کوي په تصنعي او لباسي کردار یو نسل ته اتل شي، خو له بلها کوښښونو وروسته هم، تاریخ ته عار شي او په خپلو خوندي پاڼو کې ځای ورنه کړي.

تاریخ دهر چا شخصیت او کړنې دقیقه په دقیقه څاري؛ تاریخ سازه اشخاص په خپلو پاڼو کې رانغاړي، او دشهامت او مېړانې کارنامې یې ائنده نسل ته امانت سپاري.

دګوانتنامو شهید معلم اؤل ګل رحمه الله هغه څوک و چې تاریخ یې ویاړمنو کړنو ته په خپلو پاڼو کې ځای ورکړی، او مسلمان نسل به یې بې له شکه په کړنو وویاړي.

هغه مهال چې امریکایي ډالر بېدرېغه لکه باران ورېدل او CIA د افغان مشرانو په اخېستلو پسې دډالرو بوجۍ په شاه ګرځولې؛ شهید معلم اؤل ګل رحمه الله نه دډالرو بېدرېغه ورښت ته ځولۍ خوره کړه، نه یې د CIA دمسلمان دښمنه او هېواد دښمنه جنرالانو پر وړاندې زنګون قات کړ.

دشهید اؤل ګل دسنګر ډېری یاران دډالرو په وړاندې مات شول، په اوږدو ږېرو یې ږیر تراش ماشینونه ووهل، او دیرغلګرو چوپړ ته شنه او ماله خوله ودرېدل، مګر معلم شهید دډالرو له داسې ورښته چې له خلکو یې ایمانونه پرېمینځل، په خړ پړ غریبانه څادر کې ځان پټ کړ.

هو! بېشک چې شهید معلم اؤل ګل رحمه الله د مسلمان ملت، تاریخ ساز شخصیت دی.

یواځې دا نه چې شهید اؤل ګل رحمه الله له ډالرو ډکې بوجۍ په لغتو ووهلې بلکې په ګوتو ورغلې دمیلیونونو ډالرو خزانه یې له کلابندې تورې بوړې، دکونړ تر اسمانڅکو سردرو په پوره امانتدارۍ ورسؤله.

دامیلیوني خزانه غرب ته تر ټولو مطلوب شخص او د اسلامي نړۍ سرمایه اسامه بن لادن رحمه الله و؛ هغه مهال چې دختیځ افغانستان ډېری قومندانان حتی د ایمان په زیان، ددغې قیمتي خزانې په لټه کې سرګردان او پرېشان ول، شهید معلم د اسلامي امت دغه قیمتي سرمایه او خزانه تر خپلو وزرو لاندې خوندي کړه او بیا یې په اسلامي مینه، افغاني غرور او جرأت تر کونړ ورسوله.

دختیځ افغانستان لالهانده او دیرغلګرو کرایه قومندانان چې وپوهېدل خزانه یې له ګوتو وتلې ده، د افغان ملت په دغه ستر غازي او ویاړمن بچي یې لاس کېښود، په چل او فریب یې ونیو او بیا یې دغربي بادارانو دخوښۍ لپاره لاس تړلی ورته وسپاره.

یرغلګرو امریکایانو شهید معلم رحمه الله دګوانتنامو کرغېړن زندان ته یوړ او دڅو کلن زندان په دؤران کې دسخت ذهني تعذیب له امله په همدغه زندان کې دفبرورۍ په دوهمه نېټه په شهادت ورسېد.

روح دې ښاد او یاد وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button