د مڼې روغتیایي ګټې او په اړه یې معلومات

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۴ فرید افغان)

خلک وایی؛ چې مڼه وي ډاکټر ته اړتیا نشته، دا خبر د دې ښوودنه کوي چې په مڼه کې په پراخه کچه ویټامینونه او روغتیا بښوونکي مواد شتون لري.
راځئ نن د مڼې په هکله څه ولولو چې کومې روغتیایي ګټې او کوم جانبي زیانونه لري.
څوکاله وړاندې د امریکا (هېلت ډې نیوز) وېبپاڼې ویلي و، چې هالنډي څېړونکو په یوه څېړنه کې موندلې چې ۲۵ ګرامه مڼه او یا هغه سبزي خوړل چې سپینه شیره ولري، د وينې د پرڼ کېدو په مخنيوي کې ۹سلنه مرسته کوي.

د یوې بلې څيړنې تر مخه، چې په ۲۰۰۳ کال کې په نیوتریشن ژورنال کې هم خپره شوې وه، راغلي دي چې میرمنې باید د چاغۍ د مخنیوي په خاطر هره ورځ مڼې وخوري.
که یو وږی انسان یوه غټه مڼه وخوري، پرې مړیږي،
ځکه مڼه تقریبا ۸۵ سلنه اوبه لري.
په جرمني، ناروی، بریتانیا کې د روغتیایي پوهانو یوې څیړنې په ډاګه کړې چې روزانه یوه مڼه او دوه ټماټر خوړلو سره د سږو سرطان او هغه ناروغۍ چې د سګریټ څکولو له امله راپیدا کیږي مخنیوی کوي.
ځکه مڼه د کورسیتون quercetin په نوم ماده لري، چې د سرطان په مخنیوي، د کلسترول یا وینې غوړ په کموالي، او د سږو په غښتلتیا کې مرسته کوي.
همدارازمڼه هډوکي قوي کوي او د شکرې ناروغي هم کنترولوي.
مڼه ښه ومینځئ بیا یې وخورئ:

په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا ټینیسي پوهنتون په یوه ترسره شوې څیړنې ثابته کړې وه چې له مینځلو پرته یوازې د یوې مڼې خوړل هم انسان په مختلفو روغتیايي ستونزو او ناروغیو اخته کولی شي.
په څیړنې کې راغلي و، چې له مینځلو پرته د مڼې خوړل د مڼې پر پوټکي شته د حشراتو ضد درمل او مضر باکتریا بدن ته داخلوي او که چیرې د کوم کس د بدن دفاعي نظام کمزوری وي نو هاضمه یې خرابوي، د تبې، پښتورګو، د اطراحي سیسټم د نلونو ناروغیو او ځینو نورو امراضو د راپورته کیدو لامل ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button