نورالحق علومي د نوي سياسي خوځښت اعلان وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۴) د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي په هېواد کې (د خلکو ملي جبهې) تر نامه لاندې د يوه نوي سياسي خوځښت اعلان وکړ.

نوموړي، نن په کابل کې په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د ګډ حکومت پر مشرانو نيوکې وکړې او هغوی يې په حکومتي چارو کې ناتوانه او ناکام وبلل، زياته يې کړه د کمزوري مديريت او په حکومت کې د قومي اختلافونو له کبله نړيوال او افغانان پر ګډ حکومت بې باوره شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې وروسته به د حکومت د اپوزيسيون په توګه فعاليت کوي.

نورالحق علومي چې د ګډ حکومت په لومړيو کې د کورنيو چارو وزير پاتې شوی، پاکستان ته د افغاني پلاوي ورتګ بې ګټې وباله او په وينا يې چې د وروستيو بريدونو اسناد بايد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ورکړل شوي وای.

نوموړي دغه راز، د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره ګټوره او د جګړې د پای ته رسېدو يو ښه فرصت يې وباله.

بايد وويل شي، چې تر دې مخکې د حراست او ثبات شورا، نوې ملي جبهې او يو شمير نورو ګوندونو هم ځانونه د حکومت د اپوزيسيون په توګه يادول.

په ورته وخت کې ځينې پخواني چارواکي او يو شمير سياستوال د امريکا نوې جنګي تګلاره د جګړې د اوږدېدو لامل د افغانانو په زيان بولي.

تازه د نړيوال کړکيچ ډلې په خپل یوه راپور کې ويلي، چې د امريکا له لوري د سولې پر ځای د پوځي فشار زياتول به افغان جګړه  نوره هم اوږده او په ۲۰۱۸ م کال کې به د هېواد امنيتي وضعيت لا پسې کړکيچن کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button