د «ISI» لاس!/ هېواد ریان

یادونه: زه د پاکستان د استخباراتي شبکې پلوي نه کوم. زموږ چارواکي باید افغانستان ته د افغانانو له لید لوري وګوري؛ نه د امریکایانو له لید لوري.

که دلته د چا پر سر درد شي، که د چا کمپیوټر خراب شي، که د چا پیسې ورکې شي، که موټر ترې څوک وتښتوي، که د چا په ټېلفون کې فېسبوک کار نه کوي او که له کومې بلې ستونزې سره مخ شي؛ نو ملګري یې ورته حتماً وايي چې په دې د اې ایس اې لاس دی.
په افغانستان کې اوس دا معمول ګرځېدلی، چې له هرې پېښې وروسته امنیتي چارواکي ووايي، چې دغه پېښه په پاکستان کې پلان شوې وه او د اې ایس اې په همکارۍ شوې ده. د کورنیو چارو او دفاع وزراتونه او د ملي امنیت ادارې ویاندویان تل په خبري کنفرانسونو کې د هرې پېښې د پلان ځای هم رسنیو ته ښيي؛ خو له دومره معلوماتو سربېره بیا هم د ارګ په څو مترۍ کې پېښه کېږي او دوی له پېښې وروسته خبرېږي.استخباراتي ادارې د پېښو مخه نیسي؛ خو دوی په دومره سپین سترګۍ وايي چې پېښه په پلاني ځای کې طرحه شوې وه او په پېښه د اوښتې مرګ ژوبله کره شمېر رسنیز کوي.

امریکا، ناټو او د افغان دولت نور نړیوال ملګري له افغانستان سره ډېره مرسته له امنیتي ځواکونو او د امنیت اړوند اورګانونو سره کوي؛ خو بیا هم د یوې عادي پېښې مخه نه شي نیولی او د پېښې وروسته بیا «کره اسناد» اسلام اباد ته وړي.

تېره اوونۍ طالبانو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې موټر بم برید وکړ، چې ۱۰۵ تنه پکې ووژل شول او له ۲۳۵ ډېر پکې ټپیان شول. په رسنیو کې یوه غوغا د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې وه، چې په دغه برید کې وژل شوي ډېری ملکي وګړي دي؛ خو برید داسې ځای کې شوی و، چې هلته ملکي وګړي بېخي پرېښودل کېږي نه.

 د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی دواړه اسلام اباد ته ولاړل او د شوې پېښې اسناد یې پاکستاني چارواکو ته وسپارل. دواړو وویل چې پاکستان به له پوره ژمنې سره افغانستان خلک استازي راولېږي او نن د پاکستان استازي هم راغلل.

همدا نن د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۵۰ طالبان وژلي. د دفاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت ریاست هره ورځ د لسګونه طالبانو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ورکوي. دغه ټول نیول شوي او وژل شوي په پاکستان کې نه وي؛ بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شوي وي؛ خو نه د طالبانو شمېر کم شو او نه پاکستان لاس تړلي طالبان افغان حکومت ته وسپارل.

دا چې طالبان د افغانستان دننه نیول کېږي، بندیان کېږي، وژل کېږي؛ نو څنګه کېدای شي چې طالبان دې په پاکستان کې وي. د غزني، روزګان، هلمند او د نورو ولایتونو والیانو او امنیه قومندانانو په بیا بیا ویلي، چې طالب مشران په هر ولایت کې خپل وسله والو سره یو ځای د امریکا او افغان حکومت پر ضد جګړه کوي او د جګړې قومانده هم د دوی په لاسونو کې ده. نو بیا هم طالبان په پاکستان کې دي؟

زموږ د امنیتي ادارو مشران د امنیت د نه شتون له امله یوه میاشت او بله میاشت له خپلو کورونو نه راوځي؛ نو دوی به جګړه څنګه رهبري کړي او یا به د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشي؟

افغان چارواکو ته پکار ده، چې د افغانستان اوسنۍ مسئلې ته د واقعیت له عینکو وګوري او بیا دې نور ګرم کړي. دلته فساد، زورواکي، پردي لاس پوڅي او نورې بلاوې په حکومت کې دننه شوي او د افغانستان پر ځای نورو ته کار کوي؛ نو دې کې حکومت ګرم دی او که بل څوک؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button