غزني د دولتي ځواکونو په هوان برید کې ۶ میرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د غزني ولایت ګیلان ولسوالی اړوند د چیرلی سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو په ځوابي برید کې پر ولسي میشت ځایونو د هوانونو بریدونه وکړل.
طالبانو که څه هم د ولسي خلکو له میشت ځایونو څخه بریدونه نه ووکړي خو دسیمې د خلکو په وینا چې دولتي ځواکونو په لوی لاس دخلکو کورونه په نښه کړل.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته بیا ادعا کړې چې دا مرګ ژوبله د مخالفینو د ځمکني ماین له کبله رامنځته شوې چې په وینا یې د سراچه ډوله موټر پسې چاودلی و.
نوموړی د دوو ښځو وژل او ۵ ماشومانو او یو د کور خاوند ټپي کیدل منلي دي.
خو ځایي خلک بیا دا یوه بې اساسه ادعا بولي او زیاتوي چې د افغان ځواکونو د هوانونو په برید کې یو نارینه (زین الله) او د کور ۳ ښځې شهیدانې شوې او ۳ نورې ښځې ټپیانې شوې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا پیښه لوی ولسي جنایت بللی دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې څو ورځې وړاندې ګډوځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې تر ۵۰ ډیر ولسي وګړي شهیدان لسګونه یې ټپیان او یو شمیر یې له ځانه سره یووړل.
جمهور رئیس غني دا بریالي عملیات بللي و او په وینا یې چې مخالفینو ته یې سخته ضربه ورکړې.
پداسې حال کې چې ټول قربانیان ولسي خلک وو.
شنونکي وایي؛ د افغان ځواکونو لخوا د ولسي خلکو ټولوژنه او پرضد یې عملیات کول، خلک اړ کړي ترڅو د حکومت او نړیوالو پر وړاندې سنګر ونیسي.



