سوات: سرتیري برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۱۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د سوات په کبل سیمه کې د پوځي کمپ ته نږدې په یوه سرتیري برید کې تر شلو ډیرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره (ISPR) په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې په پیښه کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
پاکستانۍ رسنۍ بیا د ټپیانو شمیر ۱۶ تنه ښیي او زیاتوي چې سرتیری برید د پوځ په سپورتي میدان کې دننه شوی دی.
د برید پړه د پاکستان د تحریک طالبان ډلې منلې او لسګونو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .
د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات سیمه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د پاکستاني طالبانو په ولکه کې وه او هلته یې خپل حکومت نافذ کړی وو.
چې وروسته پرې پاکستاني پوځیانو سخت عملیات پیل کړل او هغوی یې د سیمې پریښودلو ته اړ کړل.



