د وسله والو طالبانو شمېر درې برابره زيات شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۵) د ډيلي کارلر په نامه يوې امريکايي رسنۍ د امريکايي ځواکونو د يو شمير قومندانانو له قوله ليکي، چې د تيرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د وسله والو طالبانو شمېر کې درې چنده زياتوالی راغلی دی.

د امریکايي ځواکونو یوه ویاند توماس ګرسبک يادې رسنۍ ته ويلي، که څه هم د طالبانو د اصلي شمېرو په اړه کره معلومات نه لري خو زياتوي چې داسې په زرګونو کسان دي چې نيمه ورځ خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي او نيمه ورځ د افغان او بهرنيو ځواکونو پرضد په جګړو کې برخه اخلي.

ډيلي کارلر ليکي: په ۲۰۱۴م کال کې د طالبانو شمېر شل زره تنه و خو د امریکايي ځواکونو له څرګندونو وروسته داسې اټکل کېږي چې اوس ښايي شپېتو زرو ته رسېدلي وي چې په شمېر کې يې درې برابره زياتوالی ښودل کېږي.

د امريکايي ځواکونو قومندان دغې سرچينې ته ويلي، چې په ۲۰۱۷ميلادي کال کې يې طالبان مات کړي او د هغوی پلانونه يې شنډ کړي دي.

نږدې اوولس کاله کېږي، چې امريکايي او ناټو ځواکونه له طالبانو سره جګړه کوي او د بهرنيانو سربيره هره ورځ دولتي ارګانونه د لسګونو طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکوي، خو هغوی نه کمېږي او په شمېر کې يې زياتوالی راغلی.

په داسې حال کې امريکايي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي، چې تر دې مخکې طالبانو په خپلو اعلاميو او خبرپاڼو کې ويلي چې په هېواد کې ميشت بهرنيان او ملګري يې له افغان ولس سره په جګړه بوخت دي، چې دا د توماس ګرسبک له لوري د طالبانو د دغې ادعا غير مستقيم تاييد بلل کيدی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button