ولسمشر ۱۶۴ پوځي جنرالان د جوړجاړي په اساس له دندو ګوښه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فریدافغان)
د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني احمدزي په پوځي ارګانونو کې د ترتیب کړي پلان ترمخه ۱۶۴ نور پوځي جنرالان تقاعد کړي دي.
د امریکایي سفارت او افغان حکومت د ګډ پلان ترمخه به د پوځ په لیکو کې ۷۰ سلنه پوځي جنرالان چې زیاترو یې د روسانو په وخت کې د جنرالۍ رتبې اخیستې تر وخت وړاندې تقاعد ته اړ کیږي.
او یواځې ۳۰ سلنه ځوان جنرالان به پاتې کیږي.
ولسمشر غني نن سهار پرخپله تویتر پاڼه لیکلي چې( د جګړې ګټلو لپاره په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات راولي او دا لړۍ به روانه وي)
ګوښه شوي جنرالان له مختلفو ګوندونو سره تړاو لري چې د درسنیو راپورونو ترمخه ولسمشر دسختو مخالفتونو له کبله تر اوږدو مذاکراتو او یو لړ جوړجاړيو وروسته دا پریکړه کړې .
ګوښه شويو جنرالانو ته د دولت په رهبري کې د اصلاحاتو ترڅنګ ژمنه ورکړل شوې چې د محلي پوځ په جوړولو کې به رغنده رول لري او همداراز ځینو ته په نورو لوړو پوسټونو کې دګمارلو وعدې ورکړل شوې دي.
د نوي قانون تر مخه؛ د پوځي جنرالانو د تقاعد لپاره ټاکل شوي کلونه ۳ کاله را ټیټ شوي دي او هغه جنرالان چې درۍ کاله وروسته یې تقاعد اخیسته راتلونکی کال به خپلې دندې پریږدي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په وینا؛ پدې لړۍ کې به ۷۰ سلنه جنرالان تقاعد شي چې له ډلې به یې ۳۰% ځوان جنرالان پر خپله دنده پاتې شي .
د وزیري د معلوماتو تر مخه؛ په دغه قانون کې د سترجنرال لپاره ۶۲، ډګر جنرال لپاره ۶۰، تورن جنرال لپاره ۵۸، برید جنرال لپاره ۵۶ او ډګروالانو لپاره ۵۴ کاله د تقاعد عمر ټاکل شوی دی



