د والي وياند: د کلات ښاروال درې ميليونه افغانۍ تښتولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۱۵) د زابل ولايتي چارواکي وايي، د مرکز کلات سرپرست ښاروال درې ميلیونه افغانۍ تښتولي دي او لا درکه شوی دی.
د دغې ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال د نوموړي له لوري د درې ميلیونه افغانيو تښتول تاييدوي، په وينا يې د کلات سرپرست ښاروال محمد طيب شپږ مياشتې مخکې د زابل د پخواني والي بسم الله افغانمل له لوري سرپرست ټاکل شوی و.
د سيال په وينا، سرپرست ښاروال له تېرو څو ورځو راهيسې لادرکه دی خو اوس ورته ثابته شوه چې نوموړي له ځان سره درې ميليونه افغانۍ تښتولي دي.
يوې دولتي سرچينې ځينو رسنيو ته ويلي، چې محمد طيب پاکستانی و او تېره ورځ له درې ميليونه افغانيو سره له کرښې اوښتی دی.
د کندهار يوه سيمه ييز خبريال بسم الله وطندوست ليکي: د زابل سرپرست او تښتېدلي ښاروال محمد طیب یواځي د څلور ملیونه افغانیو دولتي ملکیتونه پلورلي و.
دا لومړی ځل نه دی چې د زابل ښاروالۍ يو دولتي چارواکی د درې ميليونه افغانۍ په تښتولو تورن کېږي، بلکې څه موده مخکې د سرخط په نوم يوې ورځپاڼې ليکلي و، چې د زابل ښاروال کريم الله حکيمي د کلات ښار د پنځو دروازو په جوړولو کې پنځه ميليونه افغانۍ غلا کړي دي.
د يادونې ده، چې د زابل د والي بسم الله افغانمل د ولايت پر مهال خپله والي هم د ميلیونونو افغانيو په غلا تورن شوی او د څوارلس ميليونه افغانيو د غلا کولو راپورونه ورکول شوي و.



