امریکا له ۲۰۰۱ تر پرون ورځې د ۲۲۶۳ عسکرو وژل رسماً ومنل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱۵ فرید افغان)
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه خبرپاڼه کې هغه د هغو تلفاتو ارقام نشرکړي چې دوی ته د افغان جګړې له پیله وراوښتي دي.
که څه هم امریکا په افغانستان کې په جګړییز حالت کې ده او دپالیسي ترمخه نه غواړي ترڅو د تلفاتو دقیقه شمیره په ډاګه کړي، خو د «نیوز ژورنال آنلاین» د راپور ترمخه چې د پنټاګون د چارواکو په استناد یې جوړکړی ویل شوي، چې په افغانستان کې دجګړو له پیله بیا تر تیرې ورځې ۲۲۶۳ امریکایي عسکر وژل شوي او ۲۰ زره ۲۸۹ تنه ټپیان شوي دي .
ورځپاڼه زیاتوي، په ټپیانو کې زرګونه تنه د سختو ټپونو، رواني ناروغیو او نورو مشکلاتو له امله کړیږي.
د امریکا د دفاع وزارت همداراز ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۵زره میشت پوځیان لري چې د څارونکو په آند په جګړو کې د ښکیلتیا د پالیسۍ له امله ښایي دا شمیره هم څو برابره زیاته وي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي ځواکونه په افغانستان باندې د برید له پیل بیا تر اوسه د طالبانو په بریدونو کې د اوښتو تلفاتو دقیق ارقام نه دي په ډاګه کړي، همداراز د هغو بریدونو په هکله هم له څه ویلو ډډه کوي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذي عسکرو ورباندې کړي وي.
په امریکایي ځواکونو وروستي مرګوني بریدونه په ننګرهار او کندوز کې وو، چې په ننګرهار کې په دوو جلا بریدونو کې ۱۸ او په کندوز کې په مخامخ جګړو کې ۵ امریکایان ووژل شول.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ویلي ، چې په تیره جنوري میاشت کې یې ۳۹ امریکایي عسکر وژلي او۱۸ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یو امریکاي قوماندان جنرال «کنت مککنزی» ویلي وو چې راتلونکی کال به د بهرنیوځواکونو لپاره خونړی وي ځکه هغوی به د مشورې او تربیې ترڅنګ په مخامخ جګړو او د افغان عسکرو په قومانده کې هم رول لري.



