ادلب کې د روسي الوتکې له نسکورېدا وروسته روسی پیلوټ هم ووژل شو

روسیې ومنله چې د سوریې شمال ته د ادلب ښار په څنډو کې یې یوه جنګي جیټ الوتکه نن د شنبې په ورځ غورځیدلې او پیلوټ یې هم وژل شوی دی، سوریایی فعالانو د دغې الوتکې له نسکوریدا وروسته د وژل شوي پیلوټ د جسد انځورنه هم خپاره کړي دي.

روسي خبری آژانس (تاس) د دفاع وزارت نه په نقل قول سره ویلي دي چې د روسیې یوه جنګي الوتکه چې سوخوي۲۵ ډوله الوتکه ده د ځمکې نه د یوه توغندي په وار سره چې د اوږې په واسطه توغول شوی دی نسکوره کړای شوې ده، دغه الوتکه هغه مهال وویشتل شوه چې د ادلب ښار په ختیځ لوري کې یې په ټیټه ارتفاع کې کې الوتنه کوله.

اژانس زیاتوي چې پیلوټ د الوتکې له نسکوریدا وروسته د ترهګرو سره په نښته کې وروسته له هغې وژل شوی چې له خپلې الوتکې یې د پراشوټ په واسطه ټوپ واچاوه، اوس د ترکیې حکومت سره چې د دغې سیمې مسؤلیت په غاړه لري خبرې روانې دي څو د پیلوټ جسد روسیې ته وسپاري.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چی په هغه ځای کې چې روسي الوتکه نسکوره کړای شوي ده هلته نږدي ۳۰ مخالف وسله وال هم وژل شوي دي.

له بل پلوه یو شمیر انځورونه د فعالانو له لوري خپاره شوي دي چې ښئ د پیلوټ جسد پر ځمکه پروت دي او ګردچاپیره ترې وسله مخالفین راغونډ دي، او وایي چې الوتکه د سراقب ښار ته څیرمه د خان السبل ښار پر سر رانسکوره کړاې شوې ده، چې د طریق سریع هغې سیمې ته نږدې پرته ده چې تل د پرلپسې هوایي بریدونو هدف ده او دا هغه ځای دی چې د سوریي رژیم او ملیشو پکې یو څه پرمختګ هم کړی دی.

د سوریې د آزاد فوځ قومندان د المان خبري آژانس ته وویل چې یو شمیر روسي الوتکو په خورا ټیټه ارتفاع کې د نسکورې کړای شوې الوتکې د پیلوټ د پیدا کولو پسې له وژل کیدا د مخه خورا زیات لټون وکړ خو ویې نشوای ژغورلای.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button